fbpx

پروین درانۍ: پولیسو رانه د ذرې امر غوښته

د ولسي جرګې غړې پروین درانۍ د پرونۍ پېښې په تړاو ویلي:

څو ورځې وړاندې مې هم موټر د پولیسو له لوري درې ساعتونو لپاره د ذرې امر د غوښتلو له امله درول شوی وو، پرون هم د احمد شاه مسعود څلور لارې ته په رارسېدو کې د پولیسو له لوري ودرول شو او د څلورو خواوو نه مې موټر د پولیسو له لوري محاصره شوو او د جدي تالاشۍ هڅه یې کوله دا چې د ذرې امر مې نه درلود او په دې وروستیو کې مې ذرې موټر ترلاسه کړی وو نو د پولیسو له لوري نه پرېښودل کېدم او څو ساعتونه یې درولې وم.

پولیسو د ټوپکونو په واسطه په دوامداره توګه  موټر واهه ترڅو چې زه ډېره مجبوره شوم او عکس العمل مې وښود له پولیسو مې وغوښتل چې تلاشي وکړئ هرځای چې ځئ درسره ځم خو دوی.

نوموړې ادعا لري چې پولیسو د بد چلند ترڅنګ ورته سختې سپکې سپوري خبرې هم کړې او دا يې  مجبوره کړې چې کوم عکس العمل وښيې

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیې قوماندانۍ ته د پروین درانۍ د نیولو امر کړی دی او له اغلې درانۍ سره یې د اساسي قانون د ١٠٢مې مادې پر اساس د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

خو اغلې درانۍ ادعاء کوي چې د پولیسو له لوري ورته سپکې سپورې هم ویل شوي او مخکې تر دې چې پر پولیس ګوزار وکړي پولیس تر دې وړاندې دوه ځلې پر څپېړه وهلې، نوموړې دا راز زیاتوي چې د یادې پېښې په تړاو یې له ځینو امنیتي ارګانونو مرسته وغوښته خو هغوی حاضر نه شول.

درانۍ د خپل حق غوښتنه کوي او پر مدني ټولنو غږ کوي چې د نوموړې غږ ته دې انعکاس ورکړل شي.

خو د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته په امر ویلي چې د ولسي جرګې له اجازې پرته کولی شي اغلې درانۍ تر عدلیې څار لانې ونیول شي.

د کورنیو چارو وزارت مخکني وزیر امرالله صالح او ددې وزارت د پولیسو له لوري د پروین درانۍ پر نیولو ټینګار کوي او د اغلې درانۍ د جرم څرګندېدل تاییدوي.

Loading...