fbpx

ترکمنستان ته اوښتې سرتېري بېرته هېواد ته راستانه شو

د بادغیس ولایت سیمه اییز چارواکي وایي د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې له دوه اوونیو راهیسې د طالبانو او افغان امنیتي سرتېرو ترمنځ جګړه روانه ده او اوس هم یاده ولسوالۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې ده.

د معلوماتو له مخې په بالامرغاب ولسوالۍ کې  د څو ورځو مسلسل جګړو پر مهال لږ تر لږه ۱۶ پوستې طالبانو نیولي، ۵۰ سرحدي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي او ۶۰ تنه نور بیا ترکمنستان ته تښتېدلي و خو اوس د بادغیس والي ملکزي ویلي،شاوخوا ۶۰ تنه سرتېري د ولسمشر غني او بهرنیو چارو وزارت په هڅو د تورغونډۍ بندر له لارې خپل هېواد ته بېرته راستانه شوي دي.

د سیمه اییزو چارواکو پر وینا په جګړه کې له دوه اوونیو راهیسې تر دې دمه ٢٠ افغان امنیتي سرتیري او ۴۲ طالبان وژل شوي دي، په لسګونه سرتیري نور هم د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

د چارواکو پر وینا په دې ولایت کې لاهم د وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ پراخه جګړه روانه ده او د بالامرغاب ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې د طالبانو له خوا تړل شوي دي او طالبان د ولسوالۍ مرکز ته نزدې حضور لري.

تر دې وړاندې د بادغیس د ولایتي شورا غړو ویلي وو چې، د بالامرغاب پر موریچاق سیمه د طالبانو له برید وروسته له سلو زیات افغان سرتیري د ترکمنستان په سرحد کې ګیر پاتې وو چې په وینا یې شاوخوا پنځوس سرتېري له طالبانو سره یو ځای شول او پاتې نور له پولې اوښتې و چې نن بېرته هېواد ته راستانه شو.