fbpx

د نيل په درياب کې د فرعون د دور کښتۍ پېدا شوې

د نيل درياب په وېښ کې يوه لويه کښتۍ په ډېر ښه حالت کې پېدا شوې ده، د دې کښتۍ په پېدا کېدو سره هغه بحث هم خلاص شو، کوم چې د فرعونانو د کښتيو په اړه و، چې هغوى ښې او لويې کښتۍ درلودې.

د يونان تاريخ ليکونکي هيروډټ په لومړي ځل په خپل کتاب کې د دې په اړه ليکلي و. د هسټريز په نوم دا کتاب ٤٥٠ کاله له ميلاد څخه مخکې ترلاسه شوى و. په دغه کتاب کې د اهرام په اړه ليکل شوي و، چې د دغه اهرام د ګټو ترمنځ د ويښته هم توپير هم نشته او کله چې په دې باندې غرمه لمر لګېږي، نو د دې نندارې خلک ګوته په غاښ پاتې شي.

هيروډټ د مصر په چکر کې دا هم ليکلي دي، چې ده د بارس په نوم يوه لويه کښتۍ وليدله، چې خلک به پکې د خپل سامان سره له يوه ځاى څخه بل ځاى ته تلل، خو پوهان د دې کښتۍ په لټه کې و، چې د دې کښتۍ په پېدا کېدو سره د هيروډټ خبره رښتيا شوه.

د آکسفورډ سينټر آف ميري ټايم آرکيالوجي پوهان ډاميان رابنسن وايي، چې دوى د يوې لويې کښتۍ ٧٠ سلنه ډانچه پېدا کړې ده، چې دا د دې خبرې پخلى کوي، چې د فرعون په وخت کې به لويې لويې کښتۍ د سوداګرۍ لپاره کارول کېدې.د فرعون د وخت کښتۍ

په ٢٠١٣ کال کې د روس د يوې ساينسي اکاډمۍ يوه غړي اليګزينډر بيلو ويلي و، چې دا کښتۍ خو به يا له خښتو څخه جوړېدې او يا هم د خښتو په څېر نور څه شى و، چې دوى به ترې دا لويې کښتۍ جوړولې.

اوس پوهانو د نيل په درياب کې يوه ماته ګوډه کښتۍ پېدا کړې دې، چې دوى ورته د (شپ ١٧) نومم ورکړى دى، دا کښتۍ ٢٧ ميټر اوږده ده. دوى وايي چې د کښتۍ منځ داسې دى، لکه د انسان د لاس تلى چې وي. دوى وايي چې تر دې مخکې په پخوانيو کښتيو کې دوى داسې ډيزاين نه دى ليدلى.