fbpx

ولسمشر باید د حمدالله محب او امریکا تر منځ یو انتخاب کړي

په امریکا کې د حمدالله محب په نا بلل شوي سفر کې د زلمي خلیلزاد په اړه د هغه غیر ډیپلوماټیکې څرګندونې ولسمشر غني او د ملي وحدت حکومت ته ډیرې ګرانې تمامې شوي.

یوه خبره خو دا ده چې دا د محب شخصي نظر نه و بلکې د یوه منزوي شوي او په داخل کې له شدیدو سیاسي بي ثباتیو سره مخامخ حکومت نظر و. ولسمشر چې نه یې د خپل لیک ځواب تر لاسه کړ او نه هم له خلیلزاد سره په یوه لاره مل وه بلاخره مجبوره شو چې خپل غږ د خپل مشاور چې د سفارت په وخت کې یې څه نا څه  اړیکې هم سازې کړې وې، تر امریکایي چارواکو ورسوي.

د تمې خلاف، نه محب ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د لیدنو وخت ورکړل شو او نه هم د دوى دا غوښتنه چې سوله دې د حکومت د پلان له مخې پر مخ ولاړه شي ومنل شوه. محب به چې له هر چا سره د سولې په اړه د خبرو غوښتنه کوله نو ځواب به دا و چې د افغان سولې په اړه مسول کس خلیلزاد دی او بس. بلاخره محب مجبور شو په کوم شخصي انسټیټیوټ کې خپل زړه تش کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د وزیر مایک پمپیو مرستیال (ډیویډ هیل) له هغه څرګندونو وروسته چې محب په هغه انسټیټيوت کې کړې وې نوموړی یې احضار کړ او د هغه د غیر مسولانه څرګندونو په اړه یې په شدت ورسره بحث وکړ، محب ته په ۲۴ ساعتونو کې  له امریکا څخه د وتلو وویل شوه، چې همداسې هم وشول.

د رویټرز خبري اژانس د نن ورځې د تازه راپور په حواله د محب له وتلو یوه ورځ وروسته (ډیویډ هیل) ولسمشر غني ته زنګ هم وهلی چې نور به محب امریکا ته د ورتګ اجازه ونلري، همدارنګه د امریکا نظامي او ملکي چارواکي به له محب سره هیڅ ډول اړیکه ونه ساتي. او داسې هم ویل کیږي چې (ډیویډ هیل) ولسمشر غني ته ویلي چې دوى به نور د امنیت شورا مشاورینو، معاوینونو او نورو کارکونکو معاشونه او مصارف چې لکونه ډالر کیږي ورنکړي.

د دې خبرې څه معنا کیدای شي؟ یعنې که د ملي امنیت شورا سلاکار رسمي کميونیکیشن او راشه  درشه له امریکا سره ختمه شي، له امریکایي نظامي او ملکي چارواکو سره یې رسمي اړیکې پرې شي معنا د ټول نظامي سکټور اړیکې پرې کیږي، د حکومت یوه مهمه برخه له تر ټولو مهم متحد سره ټکر کوي او اړیکه یې ورسره شکیږي.

البته د مالي امکاناتو او معاشاتو موضوع یو طرف ته، اما له تروریزم سره په جګړه کې، او له متحده ایالاتو سره د دوه اړخیزه روغو اړیکو ساتل مهمه او په ملي کچه ستراتیژیکه مسله ده.

اوس نو ولسمشر باید انتخاب وکړي او یا خو حمدالله محب وساتي او خپل تر ټولو مهم سیاسي او نظامي متحد (امریکا) له لاسه ورکړي، چې دا ناممکنه ده، ځکه د ملي وحدت حکومت تیار په کور دننه له دومره زیاتې سیاسي بې ثباتۍ څخه کړیږي نو چې د ستر سیاسي، نظامي او مالي متحد سره یې اړیکې هم دې کچې ته ورسیږي او دا مخالفت هم ور تر غاړې شي!. نو بناءً ولسمشر مجبور دی محب ګوښه کړي او امریکا ته وښيي چې د خلیلزاد او امریکا په اړه د ښاغلي محب څرګندونې د هغه شخصي نظر و او د ولسمشر او حکومت نظر نه دی. او ولسمشر باید دا هم ثابته کړي چې دی د امریکا به مشرۍ د سولې د پروسې د سبوتاژ هڅې هم نکوي.

ولسمشر یو بل تاوان هم کوي، او هغه دا چې مجبور دی د سولې له پروسې په هغه ډول چې امریکا او نور سیاسي جریانونه یې غواړي ملاتړ وکړي چې په هغه کې یوه سرپرسته اداره، او یا هم شاید موقت حکومت شامل وي او دا کار د ولسمشر د راتلونکو ۵ کلونو د واک نیولو پلان هم خرابولای شي.

په ټوله کې د حکومت نړیوال سیاسي متحدین په ځانګړې توګه امریکا، سیمه ایزې اړیکې خصوصاً روسیه، ایران، منځنۍ اسیا، او په کور دننه د سولې لپاره سیاسي او ملي اجماع له ننګونو سره مخ ده. د خلیلزاد د غوښتنو او د سولې د پروسې د جریان مطابق پکار دا وه چې حکومت په تیرو دوو میاشتو کې په خپله مشرۍ یو ملي، ټول شموله او ټول منلی مرکچي پلاوی تشکیل کړی وای چې هم یې د مذاکراتو د کولو او تصمیمونو د نیولو واکونه درلودای، او هم یې د سولې د پروسې مدیریت په خپل لاس کې اخیستی وای، او هم یې د ولس او سیاسیونو نمایندګي او د سولې لپاره د واحدې اجماع ابتکار خپل کړی وای، مګر حکومت نه یواځې په دې کار کې پاته راغی بلکې له امریکا سره په تقابل کې یې سیاسي او دولتي مؤقف نور هم په خپل لاس وځپه چې په نتیجه کې د نړیوالې ټولنې باور نور هم پرې کم شو.

تحلیل : نجیب الله خان