fbpx

میدان وردګ کې بې پيلوټي الوتکې برید کړی

 

ولایتي اداره ادعا کوي چې په دې پیښه کې يې وسلوال طالبان وژل شوي، خو ددې ولایت ولایتي شورا وايي چې په دې پيښه کې وسلوال نه بلکي ملکیان په نښه شوي او وژل شوي دي.

تیر ۲۰۱۸ کال هم په بمباریو پوځي عملیاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی او زیات شمېر ملکیانو ته يې د نورو کلونو په پرتله مرګ ژوبله اړولې وه، په دې ورستیو  کې بیا هم  هوايي بمبارۍ او بریدونه زیات شوې چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د پام وړ ډېر والی راغلی.

بشري او خیریه نهادونه وايي چې کچیري د ملکي تلفاتو مخنیوی ونشي نو لیري نه ده چې ۲۰۱۹ میلادي کال به هم افغان ملکیانو ته یو خونړی او خطرناکه کال و اوسي.

افغان ولسمشر هم د ملکي تلفاتو د مخنیوي په عکس العمل کې ویلي وو چې د ولسي وګړو وژل په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده او پر یوه داسې طرحه کار کوو چې له مخې به یې د ملکیانو ژوند خوندي وي.

نن د میدانو وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور کسه وژل وژل شو چې په هکله یې بیلابیلې ادعاوي شوې دي.

ددې ولایتي مطیوعاتي مسؤل محیب الله شریفزوی وايي چې  هدف بهرنیو ځواکونو په نښه کړی او تیره شپه يې د نرخ ولسوالۍ کورکه په سیمه کې څلور کسه وژلي.

شریفزوی وايي وايي چې وژل شوي کسان وسلوال طالبان دي او د ملکي خلکو له موټر څخه په استفاده يې له یوه ځای څخه بل ځای ته وسلې لیږدولې چې هوايي برید ورباندې شوی  او په پا یله کې يې له منځه تللي دي.

ددې برید په تړاو وسلوالو طالبانو تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو د ولایتي شورا یوه غړي شریف هوتک ویلي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي چې په خپل ورځني کاربار بوخت وو.

د میدان وردګو په ګډون هلمند غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې د هوايي بریدونو له کبله زیات شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې تراوسه پوري يې دولت غم نه دی خوړلی.