fbpx

هرات کې د سیلابونو له امله د مړو شمېر پنځلس تنو ته ورسېد

له دوه ورځو مسلسل اورښتونو له امله  د هرات ولایت په شینډنډ، زنده جان، غوریان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د سیلابونو له امله خلکو ته ګڼ شمېر ځاني او مالي زیانونه اوښتې دي د معلوماتو له مخې په دې سیلابونو کې تر دې دمه ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد  هم دا تاییدوي چې په سیلابونو کې تر ۱۵ پورې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی وایې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په غوریان، زنده جان، رباط سنګي او ځینو نورو سیمو کې او ښتې ده.

بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۶۳ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي  د اوچا له خوا د زیانمنو شویو په اړه خپاره شوي وروستي راپور کې راغلي، د دغو سیلابونو له امله له ۱۲۲ زرو څخه زیاتو کسانو ته مالي زیانونه رسیدلي دي.

د راپور د معلوماتو پر بنسټ،  د فراه، کندهار، هلمند، هرات، کاپیسا، پروان، زابل او کابل ولایتونو کې دغه راز سیلابونو دولس زره او څلور سوه یوڅلویښت کورونه ویجاړ کړي، چې یوازې اوه زره او ۵۶۷ یې په فراه او کندهار ولایتونو کې ویجاړ شوي دي.

د یادونې وړده سږ کال د ژمي پر مهال دا لومړی ځل دی چې زیات سیلابونه په افغانستان کې راوتلي او ګڼ شمېر کورونه یې ړنګ او هېوادوال یې له منځه وړي دي.