fbpx

سوله چېرته ده؟

په دې وروستیو کې د افغانانو په زړونو کې د ۴۰ کلن ناورین او بدبختیو څخه د خلاصون او سولې هيلې تر بل هر وخت ډېرې شوې. سوله اوس په یو ملي بحث بدله شوې او له جګړې څخه هر اغېزمن او با احساسه افغان په دې لاره کې تر خپلې وسې هلې ځلې کوي. دوه کاله پخوا د سولې بحث یواځې د یو شمير سیاسیونو تر منځ کښته پورته کېده؛ خو اوس دغه مهمه مسله د ټولنې د هرې برخې تر منځ بحث کیږي.

د سولې  لپاره په افغانستان کې دننه د سولې ملي اجماع او د افغانستان د ګاونډیو، سیمه ییزو قدرتونو او نړیوالې ټولنې ښکېلتیا، د سولې موضوع په یو اړین بحث بدله کړې؛ خو له دې سره سره د دې پروسې په هکله ډېر ابهامات موجود دي او ولس تر ډېره د دې پروسې پر پېچلتیا خبر هم نه دى.

په لومړي ځل جمهور رییس غني د افغانستان لپاره د استانبول پروسې په څلورم کنفرانس کې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په ۳۱مه  په بیجنګ ښار کې جوړ شوی و، د افغانانو په مالکیت او د افغانانو په رهبرۍ د سولې وړاندیز وکړ او پر بېن الافغاني مذاکراتو او سولې یې ټینګار وکړ.

دقیقاً یو کال مخکې د فبرورۍ پر ۲۸مه جمهور رییس محمد اشرف غني د کابل پروسې دویم کنفرانس په لړ کې ځوريدلي افغان ولس د ارادو په تمثیل افغان طالبانو ته پرته له کوم شرطه د سولې او مذاکرې یو بېساری وړاندیز وکړ، چې په ډېره بيړه تر ډول ډول فشارونو لاندې د طالبانو لخوا دا وړانديز رد شو. همدارنګه د۹۷ کال ژمي کې د سولې لپاره د ښځو او ځوانانو ملي جرګه او همدا ډول  د ۱۳۹۸ کال د ثور د ۹ د سولې مشورتي لویه جرګه د حکومت د کوښښونو لړۍ ده.

د افغان ولس په غمونو د ملهم  لګولو دغه بهیر لا روان دی، خو د طالبانو له خوا له افغان دولت سره د خبرو انکار دغه پروسه یو څه ټکنۍ او تر پوښتنو لاندې راوستې ده.

نړیوالې ټولنې هم د افغان ولس له پرله پسې غوښتنو او فشار وروسته د افغانانو په رهبرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې ته په جدي ډول راودانګل او امریکا متحده ایالاتو د دې پروسې د لومړي پړاو لپاره خپل استازي وټاکل، تر څو د طالبانو لوی شرط (د امريکې حکومت سره د طالبانو د امارت مستقیمې اړیکې او مذاکرات) تسهیل او بېن الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.

طالبان اوسنی افغان حکومت، یوه غېر مشروع اداره ګڼي او داسې انګېري چې ګواکې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د ولس په خوښه نه، بلکې د غرب او نړیوالو ځواکونو پر مټ راغلی او د دوی د نظام تر سقوط وروسته د نورو له خوا رامنځ ته شوی، خو د دوى دا هېر دي چې دغه نظام ته لږ تر لږه ۲۰ میلیونو رایو، مشروعیت او قانونیت ورکړی او خلکو په خپله رایه د ډيموکراسۍ بنسټ رامنځ ته کړی، حال دا چې د امارت نظام د کورنيو جګړو محصول و چې نه یې د نړیوالې ټولنې لپاره کوم مشروعیت لاره او نه یې هم د ولس تر منځ د یوه با اعتباره قانوني ادرس حیثیت درلود.

د سولې په هکله اوس مهم بحث د طالبانو سره د امریکایانو مذاکرات دي او په عامه ذهنیت داسې ویل کېږي چې د دغو مذاکراتو نتیجه به بریالۍ او پای به یې سوله وي. په ورته وخت کې ځینو پردیپالو مغرضو کړیو د یوې پراخې دستګاه له لارې یو پروپاګند شروع کړى، چې ګویا حکومت د دې پروسې خنډ دی او د واک د غځولو په موخه نه غواړي سوله وکړي، ځکه د سولې د راتګ سره به شته حاکمیت او نظام ته د پای ټکی ایښودل کېږي.

خو اصلي موضوع د بېن الافغاني مذاکراتو لپاره د نړیوالې ټولنې او په  ځانګړي ډول د امريکا متحده ایالاتو هڅې دي، تر څو طالبان دې ته اړ کړي چې د افغان حکومت سره په مستقیم ډول مذاکرات او هوکړه وکړي. په دې مذاکراتو کې د امریکايي ډلې هڅې د نهايي سولې په معنا نه دي، ځکه دا تصمیم د افغانانو دی تر څو په ټولنه کې د طالبانو د ادغام میکانیزم وټاکي او یا یې ومني. همدارنګه دا هڅې اوسني نظام ته د پای د ټکي په معنا هم نه دي، بلکې په نظام کې د طالبانو ادغام دى.

د افغانستان ۷۵ سلنه نفوس تر ۳۵ کالو کم عمر وګړي تشکیلوي او دا هغه کتله ده چې په جنګ کې پیدا شوې، په بحران او مهاجرت کې لویه شوې او د خپل عمر تر ټولو مهمه دوره یې په دې تمه په نادودو کې تېره کړې، چې یو ټولمنلی ډیموکراټيک نظام، او سرتاسري سوله نور د دوی هيلې په یوه واقعیت بدلوي. دا نسل هیڅ کله نه غواړي یو ځل بیا کورنيو جګړو، بحرانونو او یا د کډوالیو ترخو تجربو ته بېرته وروګرځي، د دوی لپاره ډیموکراټیک نظام یوه سره کرښه ده.

سوله د ولس اساسي غوښتنه ده، خو د نظام د قربانۍ په معنا هیڅ کله هم نشي توجیه کېدلی، همدارنګه سوله د ټولو افغانانو یوه اساسي هیله ده او عام ولس باید په دې پروسې کې اساسي رول ولوبوي، تر څو یواځې د سیاسونو د معاملې په اساس د ملت په راتلونکې لوبه ونه شي.

ليکوال : حميد يوسفي