fbpx

افغانستان کې نن د نوي کال لومړۍ ورځ ده

 

۱۳۹۷ لمریز کال ولاړی له ډیرو ستونزو ننګونو او خنډونو سره یوځای ختم شو نن د پسرلي لومړۍ ورځ د ۱۳۹۸ لمریز کال پیل دی په دې ورځ افغانستان او دسیمې هېوادونو کې خلک بیلابیلې د خوشحالۍ مېلې کوي.

د افغانستان ملت که څه هم ددې پسرلي راتګ ته خوشحاله وي خو خفه په دې وي چې له هر پسرلي وروسته د لته جګړه سختیږي او په یوه او بل نوم بیا افغان وژنه پلیږي کله چې پسرلی را رسیږي د لته میشتي وسلوالې ډلې د خپلو کلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکوي، چې دا د افغان ملت درا تلوونکي بقا لپاره تر ټولو لوی خطر دی.

د افغانستان د ولسمشر په ګډون یو شمېر مشرانو او چارواکو پسرلي ته په نهال ښوونې ښه راغلاست ویلی.

په بلخ ولایت کې د حضرت علي کرم الله وجهه پر زیارت د نوروز د جنډې مراسمو پيل کیږي چې د هېواد له بیلابیلو ولایتونو څخه خلک ورځي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د نهال کښینولو پر مهال هیله وښوده چې دا کال د سولې کال شي، ولسمشر په خپلو خبرو کې د مبارکې ویلو ترڅنګ وویل له لوی خدای ج څخه غواړم چې نوی کال د سولې ارامي کال و اوسي او هیله لرم  چې ددې برکتي  کال په راتګ سره له ټولو بد مرغیو  خلاص شو.

د مزارشریف په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې عام خلک دا ورځ په مینه لمانځي او  بیلابیل دودونه ترسره کوي چې پر مهال يې امنیتي  مسؤلین د ټینګو امنیتي تدابیرو نیولو خبر ورکوي او له خلکو څخه يې غوښتنه کړې چې په بې غمه زړه خپل دودونه ترسره کړي

د بلخ نوي امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز ازادي راډیو ته وویل چې په مزارشریف کې یې د نوروز د لمانځلو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.