fbpx

ولسمشر غني: سوله د افغانانو لپاره له اکسېجن مهمه ده

ولسمشر غني نن په مزار شریف کې د نوي کال د پیل په مراسمو کې وویل، سوله د افغانانو لپاره تر اکسیجن هم مهمه ده خو په وینا یې داسې سوله نه غواړي چې د خلکو د وینو بوی ترې راپورته کېږي
هغه چې مزار شریف کې یې له روضې نه لیدنه کوله وویل، نوی کال به د سولې د ټینګېدو کال وي.

ولسمشر غني زیاته کړې چې سوله یې د حکومت لومړیتوب وو او ده خو داسې سوله چې تلپاتې وي او د افغانانو تېرې ټولې لاسته راوړنې پکې خوندي اوسي. غني په تیرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ولسمشر په توګه په لومړي ځل د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې ګډون کړی دی. په تیرو کلونو کې به په دې مراسمو کې د هغه مرستیالانو ګډون کاوه.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې هم د نهال کښینولو پر مهال هیله وویل چې دا کال دې د سولې کال شي، ولسمشر په خپلو خبرو کې د مبارکې ویلو ترڅنګ وویل له لوی خدای ج څخه غواړم چې نوی کال د سولې ارامي کال و اوسي او هیله لرم  چې ددې برکتي  کال په راتګ سره له ټولو بد مرغیو  خلاص شو.

د یادونې وړده چې نن د مزارشریف په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې عام خلک دا ورځ په مینه لمانځي او  بیلابیل دودونه ترسره کوي چې پر مهال يې امنیتي  مسؤلین د ټینګو امنیتي تدابیرو نیولو خبر ورکوي او له خلکو څخه يې غوښتنه کړې چې په بې غمه زړه خپل دودونه ترسره کړي.

Loading...