fbpx

ټرمپ ویلي د اسرائیلو د جولان لوړه په رسمیت پېژني

 

د امریکا ولسمشر په یوه بې سارې اقدام کې سره اعلان کړی د اسرائیلو له لوري اشغال شوې سیمه د جو لان لوړه به ډېر ژر په رسمیت وپېژني.

د جولان لوړې چې مساحت یې ۱۸۰۰ کیلومتر مربع دی، اسرائیلو په ۱۹۶۷میلادي کال کې د یوې شپږ ورځنۍ جګړې په پای کې له سوریې څخه ونیوله.

اسرائیلو د دې سیمې له اشغال وروسته په ۱۹۸۱میلادي کال کې هلته خپل قوانین هم نافذ کړل او عملاً یې د خپل قلمرو یوه برخه وګرځوله، خو نړیوالې ټولنې تر اوسه دا اقدام په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ پیغام کې ویلي موږ د اسرائیلو حاکمیت د جولان په لوړو کې په رسمیت پېژنو، ټرمپ دغه سیمه یو مهمه او ستراتژیکه سیمه وبلله او ویې ویل چې د امنیت د ډاډمنتیا لپاره دا یوه حساسه سیمه ده.

د اسرائیلو لوموړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر د وینا هرکلی کړی او زیاته کړې يې ده چې امریکا دا سیمه د اسرائیلو د قلمرو په توګه وپېژندله.

په تیر۲۰۱۷ میلادي کال ټرمپ اعلان وکړ چې  بیت المقدس ښار د اسرائیلو د پلازمینه په توګه په رسمیت پيژنې چې په مقابل کې يې یو شمېر نړیوال حساسیتونه راوپاریدل.

تردې وړاندې د اسرائیلو پایتخت د تلبیب ښار وو.

په همدې حال کې د اسرائیلو د صدراعظم دفتر وايي چې نتانیاهو پرون له ښاغلي ټرمپ سره پر ټیلیفون خبرې وکړې، شخصاً یې له هغه د دې پرېکړې له کبله مننه وکړه او ورته ویې ویل چې ته تاریخ جوړوونکی یې.

 

نتانیا هو ویلي ایران د اسرائیلو د له منځه تلوو لپاره د سوريې خاوره کاروي ځکه نو د امریکا له لوري د جولان د لوړو په رسمیت پېژندلو اقدام باندې خوښ دی.

امریکا تل د اسرائیلو د اشغال په صورت کې هغې سیمې ته رسمیت ورکوي چې هیڅوک يې نه مني تراوسه د ملګرو ملتونو له لوري دغه سیمه په رسمیت نه ده پېژندل شوې.

Loading...