fbpx

د جرمني پارلمان خپل پوځي ماموریت افغانستان کې اوږد کړی

 

دا مهال د ناټو غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د المان سرتیري ډیره برخه تشکیلوي ددې هېواد د چارواکو وروستي وړاندیز هم دا وو چې الماني ځواکونه دي په افغانستان کې پاتي شي.

کچیري د امریکا په ګډون نور بهرني ځواکونه په ناڅاپي شکل له افغانستانه وزي نو بیا به هم الماني ځواکونه افغانستان کې پآتي وي او  خپل ماموریت ته به دوام ورکوي.

په افغانستان کې  د جرمني پوځي ماموریت له دوهمې نړیوالي جګړې راپدېخوا لوی پوځي ماموریت دی چې له هېواده بهر يې ددې هېواد سرتیري ترسره کوي

 جرمني پارلمان په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ تر ۲۱مې نېټې پورې تمدید کړ.

په افغانستان کې د جرمني ځواکونو موجودیت له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته له دې هېواد نه بهر د جرمني تر ټولو لوی پوځي ماموریت بلل کېږي.

د جرمني د پارلمان د دې پریکړې له مخې ۱۳۰۰ جرمني سرتېري به د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنه او له هغوی ملاتړ کوي.

جرمني په داسې وخت کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت یوکال نور تمدید کړی چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه راپورونو د ناټو د غړو هېوادونو اندیښنې پورته کړي دي.

جرمني دا اقدام په داسې حال کې کوي چې څه موده وړاندې  د مونیخ ښارپه امنیتي کنفرانس کې د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل ټولو اندېښنو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې له افغانستانه په بیړه د سرتیرو ایستل ناوړه عواقب لري.

د نوموړې له نظره لاهم اړتیا شته چې ددوی د پوځیانو په ګډون د ناټو په چوکاټ کې لاهم بهرني پوځیان افغانستان کې پاتي شي ترڅو له افغان ځواکونو سره په ګډه د ترهګري پرضد وجنګیږي، ناټو په افغانستان کې نږدې ۱۷۰۰۰ عسکر لري چې تر نیمايي زیات یې امریکايان دي