fbpx

افغانستان کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي

 

د ناټو قاطع ماموریت خبر ورکړی چې په افغانستان کې دوه امریکايي پوځیان د عملیاتو پرمهال وژل شوي دوی تراوسه دا مالومات نه دي ورکړي چې پوځیان په کوم ځای کې وژل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې چې د قاطع ماموریت له لوري خپره شوې یوازي د دوه امریکايي سرتیرو د وژنې خبره شوې خو نور جریات نه دي ورکول شوي او نه هم د وژل شویو سرتیرو د نومونو یادونه شوې ده.

افغان  روانه جګړه که څه هم د دوام موخه يې یوازي امریکايي او بهرني سرتیري بلل کیږي خو د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسي یوازي د څلور امریکايي سرتیرو وژنې سره یوځای سلګونه افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

وسلوال طالبان ادعاکوي چې جګړه د بهرنیانو پر ضد او تر هغو به خپلې جګړې ته دوام ورکړي ترڅو چې ټول بهرنی سرتیري له افغانستانه ووزي

سره له دې چې افغان طالبانو له امریکايي چارواکو سره د سولې خبرې پیل کړي، خو په افغانستان کې دننه تاوتریخوالی دوام لري او ددې تاوتریخوالي اصلي قربانیان افغانان دي.

په وروسیتو میلادي کلونو کې په جګړه کې د ښکېلو لورو په وسیله ډېر شمېر عام افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي او مرستندوی نهادونه په جګړه د ملکیانو پرخوندیتوب ټینګار کوي.

افغان ولسمشر هم په جګړه کې د ملکیانو پر وژنه خواشیني څرګنده کړې او په یوه غونډه کې يې پوځي چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې په جګړه کې د ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د دواړو لورو ترمنځ څو ورځې مخکې د سولې وروستۍ پړاو خبرې د کوم توافق پرته پای ته ورسېدې، خو دواړو لورو وویل چې پرمختګونه په‌کې شوي دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت تر مشرۍ لاندې دا مهال افغانستان کې ۱۷۰۰۰ بهرني سرتیري میشت دي چې تر نیمايي زیات یې امریکایان دي