fbpx

کندهار: په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ماین چاودنه شوې

د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ماین چاودنه شوې چې یو تن پکې وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

د کندهار د امنیه قوماندان پر حواله یاد برید په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر شوی دی.

نوموړی زیاتوي: په برید کې د یوې کورنۍ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، د نوي کال په پلمه د خوښۍ په موخه تفرېح ته تلل چې د سړک غاړې ماین چاودنه پرې شوې، په پېښه کې موټر چلوونکی وژل شوی او د مېرمنو او ماشومانو په شمول څلور تنه ټپیان شوي دي.

تر پېښې څو شېبې وروسته امنیتي پولیس سیمې ته رسیدلي او چې ټپیان یې د درملنې په موخه روغتون ته بیولي.

د دوی پر وینا د سړک غاړې ماین چې ولسي وګړي یې ښکار شو د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی وو، خو طالبانو د یادې پېښې په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

دا  په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل په جمال مېنې سخي زیارت سیمه کې هم د نوي کال د خوښۍ لمانځې پر مهال ماین چاودنې شوې چې لږ تر لږه ٦ تنه په کې وژل شوي او ٢٢ تنه ټپیان شوي، د کابل په جمال مېنې سخي زیارت سیمې کې د ماین چاودنو مسؤلیت داعش وسلوالې ډلې پر غاړه واخیست.