fbpx

د بزګر دودیزه مېله د کابل په بادام باغ کې ولمانځل شوه

د وري د میاشتې دویمه نېټه چې په هېواد کې د بزګر د ورځې په نوم ده، نن جمعه(وري ٢مه) د کابل په بادام باغ کې د بزګر دودیزه مېله د کرنې او مالدارۍ وزیر، کابیني غړو، لوړوپوړو چارواکو، خلکو او بزګرانو په ګډون په خورا شانداره مراسمو ولمانځل شوه.

صنعت کارانو او سوداګرو خپل محصولات د بازر موندنې لپاره په نندارتونو کې مینه والو ته وړاندې کړل چې ګڼ شمېر خلک مېلې او مینه وال د نندارتونونو لیدلو او توکو پلورلو ته ورغلې وو.

بزګران د دغه نندارتونونو پر جوړېدلو خوښي ښیي او له حکومت غواړي چې د موادو د پروسېس لپاره یې زمینه مساعده کړي.

یو شمېر بزګران کرنیز نندارتونونه او مېلې د کرنیزو تولیداتو د بازار موندنې لپاره ښه اقدام ګڼي خو ټینګار کوي چې حکومت باید د کرنیزو تولیداتو د بازارموندنې او خرڅلاو لپاره جدي اقدام وکړي.

بزګرانو له خلکو هم په کلکه غوښتنه وکړه څو د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او پراختیا لپاره له خپلو وطني تولیداتو ګټه واخلي.

په یادو مراسمو کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني وویل: د سړو خونو، بسته بندۍ مرکزونو، د غنمو زېرمو، مسلخونو او بهرنیو بازارنو ته د بازار موندنې په موخه په نوي کال کې لوی او پراخ پلانونه په نظر کې لري.

ښاغلي دراني دا راز زیاته کړه:

په تېر کال کې د کرنې او مالدارۍ لپاره وچکالي تر ټولو لوی زیان او خنډ وو، خو په روان کال کې د اوبو د زېرمې کولو لپاره پر نویو پروګرامونو کار کوي او د نورو مرستو ترڅنګ به بزګرانو ته د پورونو ورکولو پروګرام هم پیل کړي.

په افغانستان کې د کرنې د عصري سېستم په پرتله له پخوانی سېستم ډېر کار اخیستل کیږي، بزګران له حکومت د کرنې د سېستم په عصري کولو کې د ګړندۍ ګامونو د پورته کولو هیله لري تر څو د افغانستان تولیدات  په بشپړه توګه نړیوالو بازارنو ته لار پیدا کړي.