fbpx

١٣٩٧ د سوداګرو لپاره له امنیتي ګواښونو خورا ډک کال

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو ویلي: تېر ١٣٩٧ کال د افغان سوداګرو او پانګه والو لپاره له امنیتي ګواښونو خورا ډک کال وو.

د دغې خونې د عامه اړیکو رییس او ویاند جان اقا نوید ویلي: د سختو امنیتي ګواښونو له کبله افغان سوداګر او پانګه وال له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د خپل کاروبار پر ویستلو اړ شوي دي.

ښاغلی نوید دا راز زیاتوي:

سخت امنیتي ګواښونه، تښتونې، وژنې او د سوداګرو، پانګه والو او متشبثینو اندېښنې د دې لامل شوې چې افغان سوداګر او پانګه وال خپلې پانګونې کمې کړي یا هم د پانګې یوه برخه بهر ته ولېږدوي، یا د دنورې پانګې اچونې جرأت ونه کړي، چې همدې ګواښونو او ستونزو له امله د افغانستان په میلیاردونو ډالره پانګه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوې ده.

په ورته مهال د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیه هم د صرافانو او د دوی د کورنیو د غړو پر وړاندې د شته امنیتي ګواښونو او ستونزو له کبله رنځ وړي.

صرافانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو له کبله یوازې تېر (١٣٩٧) کال کې ١١ صرافان یا د صرافانو د کورنیو غړي تښتول شوي چې دوه تنه یې وژل شوي هم دي.

د دغې اتحادیې مشر قاضي میر افغان ساپي ویلي: که حکومت د  سوداګرو او صرافانو او د دوی د کورنیو مالي او ځاني امنیت خوندي نه کړي دوی به بهرنیو هېوادونو ته د خپلې پانګې پر لېږدونې اړ شي، چې دا به د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې یوه درنه ضربه وي.

نوموړی زیاتوي:

د جنایي پېښو زیاتوالي د صرافانو پر کاروبار منفي اغېزه کړې ده.

افغان صرافانو د نا امنۍ د پېښو د زیاتوالي له کبله اوونۍ وړاندې په ټول افغانستان کې کاري اعتصاب اعلان کړی وو.