fbpx

هغه مور چې درې سرتیري زامن یې په شپږو میاشتو کې له لاسه ورکړل

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په تیاک سیمه کې هغه مور ژوند کوي چې د شپږو میاشتو په موده کې یې خپل درې زامن چې د پولیسو په لیکو کې یې خدمت کاوه له لاسه ورکړې.

دا مور ”لیلو“ نومیږي چې اوس مهال د خپل څلورم ځوان زوی ژوند کوي.

د لیلو زامن په تخار، کندوز او غزني ولایتونو کې د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

دغه مور وایي تر اوسه حکومت د هغه د شهیدو شویو زامنو حق نه دی ادأ کړی.

د دغې مور څلورم زوی برکت شاه چې اوس مهال ځوان دی وایي: د خپلو ورونو تر وژل کېدو وروسته یې ژوند سخت دی.

نوموړي زیاتوي:

درې ورونه مې شهیدان شول، حکومت له موږ سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او زما عمر هم کم دی. کار نه شم کولی.

د دې ترڅنګ ”وکیله“ د یو بل شهید شوي سرباز مور چې د ځاځي میدان ولسوالۍ په مغل خېل سیمه کې ژوند کوي، خپل زوی چې د پولیسو په لیکو کې یې خدمت کاوه په جګړو کې له لاسه ورکړی.

 د وکیلې او لیلو دواړه د درد کیسه یو شان ده، هغه مورګانې دي چې د خپلې کورنۍ سرپرستان یې له لاسه ورکړي او اوس مهال په بېوزلۍ او تنګلاسۍ کۍ ژوند تېروي.

وکیله مور وایي: زوی یې د خپل هېواد د ارزښتونو د دفاع لپاره په بدخشان کې دنده ترسره کوله او همالته په جګړو کې یې خپل ژوند بایلود.

د لیلو مور د شهیدو شویو زامنو پر خلاف چې واده یې نه وو کړی، د وکیلې مور زوی واده کړی وو او درې وړې لوڼې ترې پاتې شوي دي، معلومه نه ده چې د پلار په نه شتون کې به کوم برخلیک د هغوی په تمه وي.

میوه الدین د وکیلې یو له نزدې خپلوانو دی، نوموړی وایي غواړي د وکیلې مور سره مرسته وکړي خو دی هم د خپلې کورنۍ له بد اقتصادي وضعیت سر ټکوي.

یوازې دا کورنۍ نه دي چې په جګړو کې یې خپل زامن له لاسه ورکړي بلکې تر دې وړاندې په مخکې کلونو کې هم  د دې کورنیو پر څېر زر ګونه کورنۍ د غم پر ټغر کېناستلې.

Loading...