fbpx

امرالله صالح د ابوظبۍ ولیعهد ښه ویلي

 

تیره ورځ داسې راپورنه خپاره شول چې د ابوظبۍ ولیعهد محمد بن زاید د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې د داسې پروګرام جوړولو وړاندیز کړی و چې پکې د سولې خبرو پرمهال طالب مشران ووژل شي.

د غه څرګندونې په داسې حال کې د (MEE) په نوم ویبپاڼې له لوري نشریږی چې د ابوظبۍ ولیعهد د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپو سره لیدلي او پر مهمو موضوعاتو يې خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت مخکني رئیس او راتلوونکي ولسمشریزو ټاکنو  ته  د ولسمشر اشرغني د دولت جوړونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح د ابوظبۍ مشر بن زاید د وړاندیز ستاینه کړې چې ویلي وو طالب مشران باید ووژل شي.

صالح پرخپل ټوټیر لیکلي وو، افغانان ستاسو زړوتیا ستايي تاسو امریکا ته ډېر ښه وړاندیز کړی وو او ددې ستاینه مو کوم چې خپل سکوت مومات  کړ، حقیقت به ښکاره شي لږ مودې ته اړتیا شته.

د امرالله صالح دا څرګندونې خو به د دولت موخه نه څرګندوي؟ ولې په دومره حساس وخت کې داسې څرګندونې کوي چې له امله يې د سولې روانو  خبرو ته زیان ورسیږي.

بن زاید د جنورۍ پر ۱۲ متحده عربي اماراتو ته د مایک پیمپو د سفر پر مهال دا وړاندیز د دې لپاره وکړ چې په دغه کار سره به د سولې خبرو کې د پرمختګ پر سر اختلاف له منځه لاړ شي.

د سرچینې په خبره، بن زاید غوښتنه وکړه چې د طالبانو مشرانو وژلو سره به د سولې خبرو کې د دې ډلې دریځ کمزوری شي، د بیان په حواله ویل شوي چې د بن زاید ددې غوښتنې سره یم مایک پیمپو نا راحته شو خو کوم عکس العمل يې څرګند نکړ.

تراوسه پوري د بن زاید ددې څرکندونو په هکله طالبانو  او نورو مسؤلینو څه نه دي ویلي.

Loading...