fbpx

تیره یوه میاشت غزني کې ۷۴ وسلوال وژل شوي

 

غزني کې امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې يې په وروستۍ میاشت کې ۷۴ وسلوال وژلي دي.

دوی وایي دا عملیاتونه د غزني په بیلابیلو برخو کې ترسره شوي او پرمهال يې ښې لاس ته راوړنې هم لري

د دې ولایت ویاند محمد عارف نوري وویل چې په تېره یوه میاشت کې شپېته ځایه پوځي عملیات شوي دي، د نوري په وینا، په غزني کې په پوځي عملیاتو کې بهرنیو ځواکونو هم مرسته کړې ده.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ویلي چې د تلفاتو شمېر هغومره نه دی چې حکومت یې ادعا کوي

دا چې د ګډو ځواکونو  له لوري عملیات او هوايي بریدونه زیات شوي ورسره همهاله د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کې هم ډېر والی  راغلی په وروستۍ میاشت کې د غزنې په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ملکي کسان په نښه شوي او پرمهال يې زیات شمېر ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دې وروستیو ورځو  کې افغان ملکیان ډیری يې د هوايي بمباریو له لاسه وژل شوي چې ترډېره اندېښمنوونکي خبره ده ځکه تیر ۲۰۱۸ کال هم د افغان ملکیانو د تلفاتو تر ټولو خونړی کال وو.

د یوه راپور پر بنسټ په ډاګه شوې چې د ټولو جګړه ایزو کلونو په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې ډېر ملکیان وژل شوي چې لاملونه يې د عملیاتو او هوايي بریدونو ډېروالی وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې  نور ورته د ملکیانو مرګ ژوبله د منلو وړنه ده او باید کوښښ وشي چې د جګړې په ډګر کې د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه وشي افغان دولت یوه داسې طرحه جوړه کړې چې له مخې يې د ملکیانو ژوند ته په جنګي حالت کې پاملرنه کیږي او تلفات کمیږي.

غزنې یو له نا امنه ولایتونو  څخه دی چې  له مرکزه لیري پرتو ولسوالیو کې د دولت حاکمیت کمزوری دی