fbpx

هلمند کې چاودنې شوې

 

هلمند کې امنیتي چارواکي وايي چې هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې پرلپسې چاودنه شوې  خو تراوسه نور مالومات نشته چې موخه يې څه وه او څنګه رامنځ ته شوې

هلمند کې سیمیزو چارو واکو وویل چې نن شنبه له غرمې مخکې د دې ولایت په مرکز لشکرګاه کې د بزګر ورځې د لمانځغونډې پر مهال چاودنې شوې، چې  د ملکي وګړو په ګډون یې ددې ولایت ځینې چارواکي هم په نښه کړي دي.

د پیښې په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې د بزګر ورځې د لمانځغونډې د مراسمو پر مهال هغه ځای ته نږدې دوې چاودنې رامنځته شوې چیرته چې ددې ولایت والي، د والي ویاند، د ولایتي شورا مشر، د امنیت ملي مرستیال او د سرحدي پولیسو قومندان او ځینې نور دولتي چارواکي ناست وو.

د هلمند ولایت د پولیسو ویاند محمد زمان همدرد هم د پیښې پخلی وکړ، تر دې دمه د پیښې د تلفاتو په اړه کره مالومات ندي ورکړل شوي.

په ورته وخت کې دهلمند دوالي وياند وايې چاودني چي نوعیت يي نه دی مالوم په هغه مراسيمو کي سوې دي چي دبزګرانو دجشن په خاطر نيول سوي ول.ويل کيږي په چاودنه کي اته نفره زخميان سوي دي چي دولايتي شورا پخوانی مرستيال عبادالله عليزی.،دسرحدي ليوا قومندان ظاهرګل مقبل او داطلاعاتو او فرهنګ ريئس حميدالله وياړ په ټپيانو کي شامل دي.
په دې مراسيمو کي دهلمند لوړ پوړو چارواکوهم ګډون کړي و.

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په سټدیوم کې چاودنې شوي سرچینه وایي، د هلمند والي، د والي مرستیال او یو شمېر نور چارواکي ټپيان شوي دي چاودنې د بزګر ورځې د نمانځلو په مراسمو کې شوي دي.

هلمند کې ولایت دا ډول چاودنې  تردې وړاندې هم شوې چې پرمهال يې له خپل ځان سره مرګ ژوبله هم لرله

ددې بريد پړه چا په غاړه نه ده اخستي.