fbpx

هلمند چاودنو کې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

 

نن د بزګر مېلې او ورځ لمانځنې په ترڅ کې په داسې حال کې چې د هلمند لوړو پوړو چارواکو هم په دې غونډه کې برخه درلوده دوه پرلپسې چاودنې شوې چې پرمهال يې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې دي.

د لښکرګاه ښار کې امنیتي مسؤلین وایي په دوه پرلپسې چاودنو په ترڅ کې چې نن دې ښار کې رامنځ ته شوې دوه کسه وژلي او ۲۱ نور ژوبل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې د چاودنې نوعیت معلوم نه دی، خو ۲۱ کسان يې ټپيان کړي او دوه نور وژل شوي دي.

د هلمند ولایتي ویاند عمر ځواک وايي تراوسه پوري مالومه نه ده چې چاودنه څه قسمي وه او د نوعیت په هکله يې مالومات نشته خو وايي چې په پيښه کې ۲۱ کسان ژوبل شوي او دوه کسه  وژل شوي دي.

په مالوماتو کې ویل شوې چې د وژل شویو کسانو په منځ کې ددې ولایت د اقتصاد رئیس هم شامل دی او د ژوبلو کسانو په ډله کې د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی، د سرحدي لوا قوماندان ظاهرګل مقبل او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حميدالله وياړ شامل دي

د هملند ولایتي ویاند د هلمند د والي ژوبل کیدل رد کړل خو سرچینې وايي چې محمد یاسین ضیا هم په سطحي ډول ژوبل شوی دی

د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوه ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې ۲۱ ټپيان او دوه جسدونه دوی ته ور وړل شوي دي چې په وژل شویو کې یو تن ملکي او بل یې د اقتصاد رئیس محمدخان نصرت دی.

ویل کیږي دغه پیښه د نوروز په مناسبت د بزګرې میلې مراسمو کې رامنځ ته شوې

تراوسه پوري ددې پیښي مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی