fbpx

په کندهار کې لس کسیزه وسله واله ډله نیول شوې

د کندهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نن د ملي امنیت ریاست منسوبینو د وسله والو مخالفینو ۱۰ کسیزه تروریستي ډله نیولې  د کره د معلو ماتو  له مخې دې شبکې په کندهار کې تروریستي بریدونه پلان کول.

په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ټولو وسله والو په  خپلو جرمونو اعتراف کړی دی د معلوماتو له مخې دې لس تنو وسله والو د کندهار ولایت په شاولي کوټ، ژړۍ ،میوند  او میانشین ولسوالیو کي د دولت پر وړاندي د عبدالغفار قومندان تر مشرۍ لاندې په دې سیمو کې د کلینکونو سوځولو ترڅنګ  د لویو لاروو بندول، تروریستي فعالیتونه کول مهم پلانونه وه چې لا زیات پلانونه یې شنډ او ونیول شو.

په خبر پاڼه کې وړاړندې راځي د دې ډلې ګروپي قومندان عبدالغفار د مولوي میزباز زوی دی همداراز عبدالباري، صفت الله، نذیر احمد، صدیق الله، محمد نظر، خدای نظر،محمد ویس، رحمت الله،سمیع الله، او راحت الله په نوم دا ډله نیول شوې او د قانون منګلو ته سپارل شوې ده.

د ملي امنیت د کارکونو پر وینا دې تروریستانو د ورانکاره فعالیتونو د ماینونو جوړولو او نورو جنګي اصلحو سره د جنګ اخیستنې په برخو ک ځانګړي مهارتونه هم درلود چې په سیمه کې عام ولسونو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي و.

ملی امنیت بیا وایې چې دا وسله واله ډله د عام ولس په ګډو همکاریو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوې دي چې هر یو یې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د یا دونې وړده  دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر څخه هم په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی و چې په مومندرې ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د پاکستانه څخه را ستول شوې څلوېښت فايره د مزايل مرمۍ نيولي وې.