fbpx

په سوریه کې داعش ډلې د پنځه کلن خلافت لمن ټوله شوه

د سوریې په ختیځ دیرالزور ولایت په باغوز سیمه کې چې داعش سخت دریځې ډلې وروستی مرکز وو، د سوریې دیموکراتیکو ځواکونوپر داعش وروستۍ ډلې بری وموند او په باغوز کې یې د بریا بیرغونه پورته کړل.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو هم خبر ورکړی چې د څوو اوونیو را هیسې یې د داعش سخت دریځې ډلې پر وړاندې د سختو جګړو په پایله کې د غې ډلې مرکز له منځه ویوړ. له دې جوتیږي چې په سوریه کې له پنځه کلونو را وروسته د داعش سخت دریځې ډلې خلافت په بشپړه توګه له منځه لاړ.

د یادو ځواکونو ویاند مصطفی بالي ویلي: داعش سخت دریځې ډلې د سوریې پر خاوره په بشپړ ډول خپل واک له لاسه ورکړ.

 د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو یو جنرال مظلوم کوباني پر داعش سخت دریځې ډلې د خپلې بریا ټینګار وکړ او د پټو شویو وسلوالو د لټون او د دوی پر ضد یې د عملیاتو د دوام ورکولو یادونه هم وکړه.

له داعش ډلې د باغوز سیمې د پاکولو په موخه عملیات د روان کال د فبرورۍ پر ٩مه نېټه پیل شول، په ټوله کې د داعش وسلوالې ډلې څخه د سوریې د لاندې شویو سیمو د پاکولو لپاره عملیات تېر کال پیل او د باغوز سیمې د تصفیې عملیات یې وروستي عملیات وو.

سربېره پر دې چې داعش سخت دریځې ډلې په سوریه کې حضور درلود او ورانکاري فعالیتونه یې کول، د افغانستان په شمول یو شمېر نورو هېوادونو کې هم غړي لري او وخت نا وخت ورانکاري فعالیتونه کوي.