fbpx

خلیلزاد: د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لرو

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل یو ټويټ کې کښلي:

د افغان سولې په تړاو یې د روسیې او چین له استازو سره لیدلي او د افغانستان حاکمیت ته پر درناوي سره یې هوکړه کړې.

خلیلزاد زیاته کړې:

موږ اعلان کوو چې د ټولو افغانانو لپاره سوله غواړو، د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لرو او د یو داسې افغانستان هیله لرو چې هېڅ کله هم  زموږ لپاره ترې کوم ګواښ متوجه ونه اوسي.

خلیلزاد د روسیې او چین له استازو سره تر کتنې وروسته ویلي ” د افغانستان حاکمیت ته درناوی لري“ .

د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د روسیې او چین د استازو په ناسته کې ټولو خواوو د افغان سولې په تړاو په ګډو هڅو او د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ ته په احترام لرلو ټینګار کړی.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي په یاده ناسته کې د یادو هېوادونو استازي د افغان سولې په تړاو پر ګډو هڅو او په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره سره په ګډو هڅو سلا شوي دي.

په یاده ناسته کې د روسیي او چین د استازو سربېره د اروپایي اتحادیې استازي رونالد کوبیا هم ګډون درلود.

په دغه ناسته کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د چین او روسیې استازي، ضمیر کابلوف او دنګ زیجن د افغان سولې لپاره ورته ناستو ته په دوام ورکولو سره هوکړې ته ورسېدل.