fbpx

پوهنې وزارت: په نوي لمریز کال کې به یو میلیون نوي زده کوونکي نوملیکنه وکړي

د افغانستان د پوهنې وزارت د ارقامو له مخې، ټاکل شوې په نوي روان (١٣٩٨) لمریز کال کې به شاوخوا یو میلیون نوي زده کوونکي په کابو اته لس زره ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې نوملیکنه وکړي.

دغه وزارت وایي اوس مهال په ټول هېواد کې څه باندې نهه میلیونه زده کوونکي زده کړې کوي.

د پوهنې وزارت د ١٣٩٨ ښوونیز کال نن(شنبه_وري ٣مه) په رسمي توګه د پیلېدو اعلان وکړ او ښوونکي او زده کوونکي باید د پوهنې وزارت د نصاب په مطابق خپلې زده کړې پیل کړي.

 نوی ١٣٩٨ ښوونیز کال داسې مهال پیلیږي چې لا هم د هېواد په زیاتو برخو کې زده کوونکي د ښوونځیو ودانۍ او د ښوونځي او زده کړو توکو ته لاس رسی نه لري.

ډېری زده کوونکي د درسي کتابونو نه کمښت، د مسلکي ښوونکو کموالی او د ښونځیو لپاره د ودانیو د نه شتون د زده کړو د بهیر پر وړاندې ستونزي بولي.

په ورته مهال دیني علما او یو شمېر ښوونکي د هېواد پوهنې ته بنسټیزه پاملرنه د ټولو ستونزو حل بولي.

د پلازمېنې کابل والي ولسوالانو او نورو ته د پوهنې برخې ته پر جدي پاملرنې کولو ټینګار کوي.

د هېواد په زیاتو برخو کې د امینتي ستونزو سربېره د درسي کتابونو کمښت، د مسلکي ښوونکو کموالی او د ښوونځيو د ودانیو د نه شتون هغه ستونزې دي چې زیات شمېر زده کوونکي ورسره مخ دي.

Loading...