fbpx

د حق منار؛ عبېدالله بارکزى چا او ولې شهيد کړ؟

په دې هېواد داسې بلا خپلې وزرې غوړولې دي، چې هر په هېواد، ولس او خاوره ميين او د حق وينا ويونکى راڅخه خوري، هر هغه سړى له تېغه تېروي، چې د دې ولس ورته سترګې وي، هر هغه غر رانړوي، چې د ولس غم او درد يې په سينه کې وي او د دې زورېدلي او کړېدلي ولس لپاره يې د حق غږ پورته کړى وي او دلته د سولې لپاره چيغې وهي.

هر هغه سړى چې په دې هېواد او ولس يې زړه دردمنېږي، هغه له موږ څخه دغه تور ښامار خوري، هر هغه رښتينى افغان چې د افغان ملت او خاورې دښمن يې پېژندلى او هر ځاى کې يې د هغه له شومو کړنو په نره پرده پورته کړې او لکه زمرى ورته ولاړ وي، هغه رانه تروړي.

دا هېواد له زمرو خالي نه دى، خو زموږ زمرو د نورو د لېوانو ښکار کېږي او د نورو لېوان هېڅ هغه رښتينى افغان ژوندى نه پرېږدي، چې پوهېږي دا به د خلکو په ذهنونو کې پوښتنې راپورته کړي او د دوى شومې کړنې به ولس ته روښانه کړي او د دوى پر ضد به لکه غر ولاړ وي.

شهيد عبېدالله بارکزى هم يو له هغه افغانانو څخه و، چې تل يې د دښمن پر ضد په نره غږ پورته کړى و، تل يې د خپل زورېدلي او کړېدلي ولس سره د وينو اوښکې تويې کړې وې او همدا يوه هيله او ارمان يې درلود، چې په دې هېواد کې سوله وويني، دا ملت په سوله کې وويني او د دوى په مخونو مسکا وويني.

د شهيد عبېدالله بارکزي دوه زامن هم مخکې شهيدان کړاى شو، خو هغه بيا هم د پاکستان پر ضد په هر ځاى کې په جار نعرې وهلې، هغه بيا هم د دې هېواد او دې ملت لپاره د سولې غږ پورته کاوه او څومره چې په پاکستان د سولې غږ بد لګېږي، دومره د افغان سولې غږ په هيچا هم بد نه لګېږي.

ارواښاد بارکزي به ويل، چې د افغانستان يو سيک هم ورته له زرو امريکايانو، پاکستانيانو او روسيانو څخه غوره دى، ځکه چې دا د دې خاورې بچى دى او دا نور پردي دي، هغه په افغانيت کلک ولاړ و او همدا لامل و چې د پاکستان د سترګو خار و او لکه څنګه چې پاکستان د جنرال عبدالرازق شهيد، شهيد عبدالجبار قهرمان او نورو اتلانو د له منځه وړلو لپاره ناوړه هڅې وکړې، همدا راز يې د عبېدالله بارکزى هم په شهادت ورساوه.

شهيد بارکزى د ملي موقف سړى و، هغه تل د ملک الطوائفۍ پر ضد غږ پورته کړى و، هغه تل ملي دريځ خپل کړى و او کله چې به هم په ټلويزيوني خپرونو کې غږېده، نو هره خبره به يې په دليل وه، له ملي ارزښتونو به يې دفاع کوله او د ولس غږ به يې پورته کاوه.

زموږ دښمن ډېر بدمخى، مکار او له انسانيته ډېرې ليرې دى، د هغه تر ټولو لوى ارمان دا دى چې د افغان په مخ مسکا رانه شي، هغه همدا هڅه کوي چې افغانان ټوټې ټوټې او ټپي ټپي وي او هر افغان چې دا هڅه کوي، چې د دې زورېدلي او کړېدلي ولس لپاره مرهم جوړ شي، دغه دښمن يې د له منځه وړلو هڅې کوي.

دا ملت اوس راويښ شوى دى، اوس خپل دوست او دښمن ښه پېژني، اوس ټولو ته معلومه ده چې عبېدالله بارکزى چا شهيد کړ؟ او هغه خلک څوک دي چې په کابل کې يې تر شا پاکستان کلک ولاړ دى. اوس ملت راپاڅېدلى دى او انشاء الله ژر ده، چې افغان ملت به له خپل دښمن سره د تېرو پنځوس کلونو حساب کوي.

ليکوال : جان محمد بارکزى