fbpx

هلمند: سنګین ولسوالۍ کې ٨٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبانو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د سرتېرو پر یو شمېر پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ٨٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د ځایي سرچینو پر حواله یاد بریدونه تېره شپه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په مجید او مبایل چوک سیمو کې شوي دي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي وایي په دې بریدونو کې ٤٨ د ملي اردو سرتیري، ١٢ پولیس او ٧ سنګوریان وژل شوي دي.

ښاغلی الکوزی د څه باندې ٣٨ سرتېرو د ټپي کېدو یاده هم کوي.

محمد هاشم الکوزي زیاته کړې د هلمند ولایتي چارواکو د مرکزي حکومت په غوښتنه دا خبره له رسنیو پټه کړې وه.

حکومتي سرچینو تر دې دمه د دغې بریدونو په تړاو څه دي ویلي.

وسلوالو طالبانو بیا په بریدونو کې د ٥٢ سرتېرو د وژل کېدو او نورو ګڼ شمېر سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د طالب وسلوالې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي پیغام کې زیاته کړې چې له سرتېرو یې وسلې او مهمات هم نیولي دي.

د هوا په ګرمېدو سره هر کال دولت او وسلوال طالبان له خپلو طرفونو عملیات اعلانوي او وروسته له هغه بیا تر هغه نومونو لاندې جګړو ته دوام ورکوي، هرکال د هوا په ګرمیدو سره جګړې زور اخلي او د افغان ځواکونو په ګډون وسلوالو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوړي.