fbpx

زابل کې د زنګو په وهلو سره ښوونځۍ پرانستل شوې

د پوهنې وزارت کړنلارې سره سم د پسرلي په راتګ سره د هېواد د پلازمینې په ګډون په ټولو سرد سیرو سیمو کې ښوونځي پیل کیږي چې په دې ورځ يې د زنګ په وهلو سره پرانسته کیږي.

د زابل ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین خبر ورکوي چې سږ کال به د زابل په کچه تړلي ښوونځي د ولس په همکارۍ سره پرانیزي او شاخوا ۶۲ ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو پروژو پلان لري.

د زابل ولایت د پوهنې رئیس نصرالله زاهد وویل سږکال به د پوهنې برخه کې کوښښ وکړي ترڅو بې ساری کار وکړي د هغه په وینا تیر کال هم توانیدلي چې تر نیمايي زیات تړلي ښوونځي پرانیزي.

د زاهد په خبره د کمیت سره سره غواړي پر کفیت هم کار وکړي او د مسلکي ښوونکو ګمارنه يې په خپل کاري لومړیتوب کې نیولې.

د غونډې د دوام پرمهال قومی مشرانو دیني عالمانو او یو لړ نورو مسؤلینو هم خبرې وکړې او د نوي ښوونیز کال د پیل په هکله يې خوښي وښوده.

مرکز کلات کې قومی مشر حاجي جمعه وویل یوازي معارف نشي کولای د پوهنې د ودې لپاره کار وکړي سږ کال زیات شمېر ښوونځي جوړ شول خو موږ او تاسو خپل اولادونه د درس لوستولو لپاره باید ور واستوو ترڅو ښه راتلوونکی ولري.

زابل کې د ګډ قومونو د شورا مشر معاون سردار محمد وویل ډېر د شکر ځای دی چې د پخوا پرتله زابل د پوهنې حالت ښه شوی لیري نه ده چې زموږ اولادونه به ښه راتلوونکی ولري، او زه د یوه قومي مسؤل په توګه معارف ته د همکارۍ ډاډ ورکوم.

د زابل امنیت امرم سمونوال محمد اصف توخي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د زابل په ګوټ ګوټ کې به د معارف  د پرسونل او زده کوونکو امنیت ته جدي پاملرنه کوي او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

زابل کې یو نا امنه ولایتونو څخه دی چې د لته ټول دولتي خدمات د امنیتي ستونزو له کبله کله کله له خنډونو سره مخ کیږي په ورته وخت کې مرکزي دولت هم ورته د نورو ولایتونو په څېر پاملرنه نکوي، د مالوماتو له مخې چې د پوهنې وزارت د بادغیس ولایت لپاره ۲۵۰ د ښوونځیو ودانۍ منظورې کړې خو زابل ته يې د ۶۳ په شاوخواکې منظوري ورکړې چې دا يې یوه وړه بېلګه کیدایشي

 

Loading...