fbpx

د کرنې وزارت د بې وزلو مېرمنو سره د کورني عاید په پیاوړي کېدو کې مرسته کوي

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت په نوي روان(١٣٩٨) لمریز کال کې د ٣٦زره افغان بې وزلو مېرمنو سره مرستې کوي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت د وړو کرنیزو پروژو له لارې دله افغان بې وزلو مېرمنو سره د مرستې په موخه دغه پروګرام ترتیب کړی، چې له مخې به یې د بې وزلو مېرمنو د کورنۍ عاید پیاوړي شي او د اوږدې مودې لپاره به کورني عاید ترلاسه کړي.

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزیر نصیراحمد دراني جمعه(وري ٢مه) یوې غونډې ته د وینا پرمهال د دغې پرواګرام په اړه یادونه وکړه او زیاته یې کړه د دې پروګرام موخه په هېواد کې د بې وزلۍ د کچې راټیټول دي.

ښاغلي دراني دا راز زیاته کړې:

سږکال موږ پر دې باوري یوو چې کولی شوپه هېواد کې نږدې ٣٦زره بې وزلو مېرمنو سره چې ٢٦زره کورنۍ کیږي د یو شمېر اهلي حیواناتو ”چرګانو، وزو، غواګانو او د سړو خونو او باغچو له لارې د یادو بې وزلو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی کړو.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت ویلي: دا پروګرام به د یو کال په موده کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ٥٠٠ میلیونه افغانیو په لګښت عملي شي.

یاد وزارت زیاته کړې چې تېر(١٣٩٧) کال کې د دې پروژې څخه یوازې د هېواد په یو څو شمېر شمالي ولایتونو کې بې وزله مېرمنې برخمنې وې چې روان(١٣٩٨) لمریز کال کې به دغه پروژې د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

د کرنې وزارت په تېر(١٣٩٧) کال کې هم په هېواد کې له دېرش زرو زیاتو بې وزلو مېرمنو سره د کرنې د بېلابېلو پروګرامونو له لاې مرستې کړې وې.

د کرنې وزارت د دا ډول پروګرامونو په لاره اچول د کرنې وزارت په کاري فعالیتونو کې د بدلون په معنا ښيي، چې په روان (١٣٩٨) کال کې  هم د یو شمېر پروګرامونو پر لاره اچول  د خپلو پلانونو یوه برخه ښيي، چې موخه یې په کلیوالي سیمو کې د خلکو ژوند ښه کېدل دي.

د دغه وزارت په پروګرامونو کې یو هم پر شپږ زره هکتاره ځمکه باندې د عادي او متراکمو باغونو جوړول دي.

یاد وزارت ویلي: په هېواد کې به د پستې ځنګلونه جوړ کړي او د جلغوزیو او بادامو په میلیونونه بوټي به هم وکري.

د افغانستان په سلو کې اویا_اتیا سلنه وګړي پر کرنیزو چارو بوخت دي.

Loading...