fbpx

د ښځو د حقوقو فعالانې د اوسني نظام پر خوندیتوب ټینګار کوي.

د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د افغان سیاستوالو دویمه ناسته چې ټاکل شوې ټاکل شوې د روانې میاشتې په پای کې به په قطر کې ترسره شي، د ښځو د حقونو فعالانې په دې ناسته کې د ښځو د پراخې ونډې غوښتونکي دي.

د ښځو د حقونو فعالانې د قطر د ناستې ګډونوال، د اوسني نظام خوندیتوب او د افغانستان د خلکو ازادۍ په دغه ناسته کې د سرو کرښو په توګه یاد کړي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې پر دې اندېښمنې دي چې خدای مه کړه چې د سولې خبرې پر داسې ټکو پای ته ورسیږي چې یو ځل بیا د طالبانو اسلامي امارتي نظام رامنځته او د دوی ټولې لاسته راوړنې قرباني نه شي.

دوی د طالبانو له امارتي نظام د یو ځل بیا راتګ څخه نا خوښي ښيي او زیاتوي چې افغانې ښځې به هېڅ کله هم د طالبانو د اسلامي امارت یو ځل بیا حاکمېدو ته اجازه ور نه کړي.

یادو فعالانو ویلي: طالب استازو په قطر کې له امریکا سره په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارتي نظام پر بیا راتګ ټینګار کړی، خو دوی به په هېڅ شان د  دا ډول نظام د یو ځل بیا راتګ اجازه ورنه کړي.

د ښځو د حقونو فعالانې د جمهوریتي او اوسني نظام خوندیتوب یو له مهمو ټکو بولي

دا او دې ورته اندېښنې داسې مهال را ولاړیږي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې جالب پړاو ته رسیدلي دي.

دا اندېښنې داسې مهال نورې هم  پراخیږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې تړاو په ناستو کې تر دې دمه افغان حکومت هېڅ ګډون نه دی لرلی.