fbpx

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه راپور خپریږي

تمې شته چې د (٢٠١٦) کال د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ میولر له لوري د څېړنیز راپور لومړنۍ پایلې نن اعلان شي.

د امریکا کانګرس هم د دغه څېړنیز راپور د پایلو د خپرېدو په تمه دی.

د امریکا د عدلیې وزیر ویلیم بار د جمعې په ورځ د دې راپور د ترلاسه کولو وروسته د کانګرس مشرانو ته په یوه مکتوب کې کښلي چې د میولر له لوري د ٢٢ میاشتو د څېړنو په ترڅ کې به  د دغې راپور اساسي موندنې نن یکشنبې ورځ اعلان شي.

دامریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د لوی څارنوال له لوري د راپور په غور لیدلو څخه وروسته به یې جزییات نن د کانګرس له مشرانو سره شریک کړي، خو دا چې له رسنیو سره یې کله خپروي!؟ په دې اړه د امریکا عدلیې وزارت رسماً څه نه دي ویلي.

د امریکا د عدلیې وزارت، سپینه ماڼۍ او کانګرس به په دې اړه پرېکړه کوي چې جزییات له رسنیو سره شریک کړي که!؟

د رابرټ میولر له لوري د څېړنو پرمهال ځینې کسان محاکمه شول چې په کې د ولسمشر ټرمپ د کمپاین مشر(پاول مانافورت) د ولسمشر ټرمپ شخصي وکیل (مایکل کوهن) او د ملي امنیت پخوانی سلاکار ( مایکل فلېن)  هم شامل دي او د خپلې څېړنې په ترڅ کې یې تر دې دمه له دېرشو زیات کسان او کمپنۍ پر بېلابېلو مواردو تورن کړل.

ځانګړي مفتش رابرټ میولر دغه څېړنیز راپور د ٢٠١٧ کال راهیسې په دې هکله کړی چې ایا د (٢٠١٦) کال د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې روسیې لاسوهنه شوې او د ټرمپ له همکارنو او وروسیې چارواکو ترمنځ همکاري شوې او که!؟ څېړنه کړې ده.