fbpx

جلال اباد ښار کې  چاودنې تردامهاله شپږ کسه ژوبل کړي دي

 

په عمومي ډول سره د هوا په ګرمېدو جګړې او بم چاودنې زور اخلي جلال اباد ښار څخه لومړي مالومات ښیې چې ددې ښار په یوه څنډه کې د ځای پرځای شوي ماین له کبله چاودنه رامنځ ته شوې.

د مالوماتو له مخې نن سهار نهه بجې د جلال اباد ښار کامران پلازه کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې تر دا مهاله د شپږو کسانو د ژوبلیدو خبر ورکول شوی دی

د ننګرهار ولایتي ویاند عطاالله خوګياڼی وايي چې  په دې پښه کې شپږ کسه ژوبل شوي او  روغتون ته وړل شوي دي هغه زیاتوي چې د انفجار نوعیت ځاپرځای شوی ماین وو او چاودنه يې کړې.

د خوګیاڼي د مالوماتو له مخې ماین د یوې معاینه خانې سره ځای پرځای شوی وو او نن سهار نهه بجې يې چاودنه کړې.

تردامهاله د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري زیاته مرګ ژوبله ملکیانو ته رسیږي تیره ورځ هم ننګرهار کې عملیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده وه، د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي كڅ سيمه كې د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د عملياتو په مهال اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خبریال ډاټ کام ته ځايي اوسېدونکو ویلي، په دغو عملياتو كې پنځه شهیدان شوي او درې نور ټپي شوي كسان ټول ملکي وګړي دي.

د ګردي کڅ د ځوانانو ټولنې مشر رئيس خان غرني خبریال ډاټ کام ته وویل( چې  صفر دوه» ځانګړو ځواکونو دا کسان په يوه حجره كې په ډله ييز ډول په شهادت رسولي  او یو شمېر نور یې ټپیان کړي هم دي . د هغه په وينا، امنيتي ځواكونو پنځه نور ملكي كسان له ځانونو سره بېولي و چې بېرته څو شېبې وړاندې راخوشې شو ده  خبریال ډاټ کام ته وویل چې امنیتي ځواکونو غوښتل د نیول شویو کسانو په واسطه ولس ته قناعت ورکړي چې دا وسله وال دي خو یاد کسان ملکي وګړي دی او بې ګناه ثابت شوي )

 

 

Loading...