fbpx

د هلمند د ملي امنیت رئیس د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې

 

دوه ورځې وړاندې هلمند ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې چې د بزکر کلنۍ میله کې رامنځ ته شوه درې کسه ووژل شول او یو زیات شمېر ژوبل شوي وو چې اوسو د ژوبل شوي کسانو له ډلې ددې ولایت د ملي  امنیت مرستیال د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.

د هلمند ولایتي چارواکي وايي چې ددې ولایت د ملي امنیت مرستیال چې دوه ورځې  وړاندې د بزګر میلې د چاودنې پرمهال ژوبل شوی وو نن يې  د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې اصف خان د بزګر د ورځې د جشن پر مهال په چاودنه کې سخت ټپي شوی و چې د ژورو ټپونو له امله‌يې د دوشنبې په سهار ساه ورکړه.

د هلمند د والي ویاند وايي د پاتي ۴۵ ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او بیا به داسې پيښه رامنځ ته نشي خو د هلمند ولایت د ایمرجنسي روغتون کې سرچینې وايي ددې ژوبلو کسانو  له جملې څخه يې د ډیری کسانو حالت ډېر نازک دی چې له دې جملې څخه  په هملند کې د ځوانانو امر غلام غوث داوري هم یادولای شو.

سرچينې وويل، که هغه کسان چې روغتيايي حالت‌يې ښه نه‌دی، بل ځای انتقال نه‌شي، امکان لري چې نور هم تلف شي.

په هلمند ولایت د وروستۍ پیښي په ترڅ کې  چې د مرکز لښکرګاه په کرزي سټوډيوم کې د بزګر د ورځې په جشن کې د دوو ماينونو په چاودنو له امله رامنځ ته شوه په کې ۴ تنه وژل شوي او ٣۱ نور ټپيان شوي چې په وژل شويو کې د اقتصاد رئيس محمد خان نصرت هم شامل وو.

هغه مهال په ټپيانو کې د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی، د سرحدي لوا قوماندان ظاهرګل مقبل، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حميدالله وياړ، د کرنې رئیس زلمی الکو، دده مرستیال رفیع الله قلم او يو شمېر دولتي مامورين هم شامل وو.

 

Loading...