fbpx

غني: له زده کوونکو او ښوونکو سره تاوتریخوالی د منلو وړ نه ده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه(وري ٥مه) د (١٣٩٨) ښوونیز کال د پیلېدو په مراسمو کې وویل: د زده کوونکو او ښوونکو سره تاوتریخوالی ورته د منلو وړ نه دی او څوک چې زده کوونکي او ښوونکي ګواښوي شخصاً ما ګواښي او داسې څه راته د منلو وړ نه دي.

غني وویل:” په ښوونځيو کې له زده کوونکو او ښوونکو سره د تاوتریخوالی ورته د زغملو وړ نه دی، والدین باید په ښوونځیو کې د خپلو اولادونو د پوره خوندیتوب ډاډ ولري، موږ سږکال دې وضعیت ته د بدلون ورکولو په موخه اقدامات په نظر کې لرو، د زده کوونکو ځورونه او د ناحقو نومرو پر سر اخیستلو لپاره د ښوونکو ګواښل باید په ښوونځیو کې پای ته ورسیږي، هر څوک چې ښوونکي او د پوهنې غړي ګواښي شخصاً ما ګواښي چې دا ما ته د زغملو نه ده.“

ښاغلي غني دا راز ویلي:

د دې لپاره چې والدین په ښوونځي کې د خپلو اولادونو د خوندیتوب ډاډ تر لاسه کړې د دغه وضعیت د بدلون لپاره عملي اقدامات په نظر کې لري.

ولسمشر غني د زده کوونکو او ښوونکو د ظرفیت لوړونې، د پوهنې د درسي نصاب ښه کول، د کتابونو د کیفیت ښه والی، د درسي کتابونو د شمېر زیاتول او د یووشتمې پېړۍ له غوښتنو سره سمې زده کړې یې د خپلو عمده موخو په ډول یاد کړل.

غني ویلي لس نیم میلیون کتابونه چاپ شوي او د ٣٧ میلیونو نورو کتابونو تداروکاتي چارې روانې دي چې ډېر ژر به چاپ شي.

د افغانستان په زیات شمېر ښوونځيو کې زده کوونکي د کتابونو له کمښت شکایت کوي، خو ښاغلي غني ویلي سږ کال به ټولو ښونځیو ته پوره درسي کتابونه ورکړل شي.

ښاغلي غني په روان ١٣٩٨ لمریز کال کې د ٢٧٠٠ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په اړه هم یادونه وکړه او دا راز یې زیاته کړه چې دا مهال د ١٢٠٠ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار روان دی او په راتلونکې کې به د ١٧٠٠ نورو ښونځیو لپاره هم ودانۍ جوړې شي.

افغان ولسمشر غني وویل دا ټولې هڅې د افغانستان د پوهنې د وضعیت د ښه کېدا په موخه کوي.