fbpx

خټک: ترهګر د افغان ولس په وژلو امتیاز اخلي

د پښتونخوا مخکښ سیاستوال او پخواني سناتور افراسیاب خټک ترهګر د افغان ولس په وژلو امتیاز اخلي او زیاته کړې یې ده چې نړیوال د ترهګرۍ ضد جګړه کې رښتیني نه دي، که نه نو په افغانستان کې د روانې جګړې د امتیاز ورکولو پر ځای به یې وسلوالې ډلې ځپلې وې.

نوموړي ویلي د سولې خبرې رواني دي خو په افغانستان کې لا هم تاوتریخوالی او جګړه له اوج نه ده را ټیټه شوې، ترهګري ډلې هڅه کوي د عامو افغانانو د وژلو له لارې د سولې په خبرو کې له ډېر امتیاز نه برخمن شي.

افراسیاب خټک د سوریې په جګړه کې د داعش ډلې ماتې دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې  د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه تش په نوم او د امتیازاتو د ورکړې پروسه ده.

نوموړي پر ټولو ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د خپلو خلکو له وژلو دې نور لاس واخلي او د پردیو لوبې دې نورې پای ته ورسوي.

 که څه هم افغانستان کې روانې اتلس کلنې جګړې د ډيری شمېر افغانانو ژوند واخیست کډوال يې کړل معلول او معيوب يې کړل خو لاهم هيڅ لوری نه ښکاري چې دا جګړه به څه وخت پای مومي.

تراوسه پوري د نړۍ بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته د رښتيني امن په راتلوو ژمنه کړې خو لاکن پاتې راغلي.

افراسياب خټک غوندي اوس هر د نظر خاوند افغان په همدې اند دی چې نړيوال په رښتني ډول له ترهګرۍ سره مبارزه نکوي او نه هم د امن راتلوو ته لېواله دي، ځکه ددوی څو کلني حضور او هڅو تراوسه کومه پايله نه ده لرلې او نه هم دا اوږده جګړه پای ته رسيدلې.

Loading...