fbpx

یوناما د کندوز  په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل

 

یوناما په افغانستان کې د کندوز ولایت په هوایي بریدونو کې د د ١٣ ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل.

نن دوشنبه(وري ٥مه) د یوناما له دفتر څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې کښلي چې دا هوایي بریدونه د افغانستان په کندوز ولایت کې د نړیوالو ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.

یوناما ویلي په دغه هوایي برید کې  وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې لس ماشومان هم په کې شامل دي چې د نا امنیو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي وو.

د کندوز ولایت یو شمېر اوسیدونکي هم وایي د جمعې په شپه د تلوکه په سیمه کې چې د کندوز له ښار سره نږدې سیمه ده د هوایي بریدونو په پایله کې د یوې کورنۍ ١٣ تنه غړي وژل شوي دي.

یوناما داسې پېښو له زیاتېدو او د ملکي وګړو ته د تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې په جګړو کې د ملکي وګړو ژودد ته پاملرنه وکړي.

د هوا په ګرمېدو سره هر کال دولت او وسلوال طالبان له خپلو طرفونو عملیات اعلانوي او وروسته له هغه بیا تر هغه نومونو لاندې جګړو ته دوام ورکوي، هرکال د هوا په ګرمیدو سره جګړې زور اخلي او د افغان ځواکونو په ګډون وسلوالو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوړي، چې د جګړې په ګرمېدو سره د نړیوالو ځواکونو له لوري هم هوایي بریدونه کیږي او ډېر کله په کې ملکي وګړو ته تلفات اوړي.