fbpx

جلال اباد کې اشترینګي ریکشو چلوونکو عتراض وکړ

ریکشه چلوونکو د عتراض په ډول خپلې ستونزې په ولایتي شورا کې د ولایتي شورا ریس الحاج احمد علي حضرت ، د ولایتي شورا غړی سهراب قادري ، ابرار الله مراد او سید مهدي پاچا سره شریکې کړي.

ریکشه چلوونکي وویل ولایتي ادارې يي په ښار کې د ریکشو په چلونه بندیز لګولاي دې چې دوي يي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.

دوي وايي که د دوي غوښتنې تر سبا ونه وریدلاي شي دوې به بیا په قانوني لارو چارو غور وکړي.

دغه خلکو همداراز په چیک پونټونو کې د امنیتي کسانو د ناوړه چلند څخه هم سر وټکاوه.

یاد ریکشه چلوونکو وویل که حکومت ورته کارې فرصتونه نه شي برابروي د شته کار پروړاندي دې هم خنډونه نه جوړوي.

د ولایتي شورا وکیل ابرار الله مراد وویل موږ په دې تړاو له ټولو ارګانونو سره د ولسونو دغه ستونزې شریکي کړي کوم مثبت اقدام يي نه دې کړي.

د نوموړی په خبره دوي ورته د پلیټ لرونکي ریکشو ښار ته د قانوني ریکشو د راتګ او غیر قانوني ریکشو د ښار نه بهر د ریکشو چلولو وړاندیز کړي وو، خو ولایتي ادارې برعکس کار کړي او په قانوني او غیرقانوني ریکشو په يي بندیز لګولي.

په عیني وخت کې د ولایتي شورا ریس الحاج  احمد علي حضرت د اشترینګې ریکشه چلوونکو ستونزې د اجرایه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله او د سیمه یزه ارګانونو د ریس متین بیک سره شریکي کړي او هغوي ورته د حل ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه تر سبا به دغه ستونزي د ولایتي ادارې او نورو مرکزي چارواکو سره هم شریکي کړي.

هغه وویل چې د والي سره به هم دغه ستونزې شریکي کړي، که بیا هم تر سبا دغه ستونزه حل نه شو دوي به وروستي تصمیم ونیسي.

دیادوني وړ ده چې تیره ورځ د ننګرهار ولایتي ادارې پربکړه کړي چې له دې وروسته به اشترینګې ریکشو ته په جلال اباد ښار کې د ګرځیدو اجازه نه ورکول کیږي ، ولایتې اداره وايي دغه اقدام يي د امنیت د ټینګښت او ښاري نظم په موخه ترسره کړي دی.