fbpx

وسلوالو طالبانو له خلکو غوښتي چې خپل بچي ښوونځیو ته ولېږي

وسلوالو طالبانو د نوي ښوونیز کال د پیلېدو په مناسبت په خپل پیغام کې له خلکو غوښتي څو خپل اولادونه ښوونځیو ته ولیږي.

وسلوالو طالبانو ټینګار کړی چې خلک دې ښوونځي ته د تللو د برابر عمر لرونکي ماشومان ښوونځیو کې داخل کړي.

دوی دا راز د ښوونځیو پر ښوونکو، مدیرانو او د تعلیم او تربیې له ټولو کارکوونکو غوښتي چې نوی ښوونیز کال په لوړ زغم او احساس سره پیل کړې او د خپل جګړه ځپلي هېواد بچیانو ذه د ښو زده کړو کولو زمینه مساعده کړې.

د طالبانو له لوري د نوي ښوونيز کال په مناسبت دا ډول پيغام هيله بخښوونکی ښکاري او په دې باب د هغوی عکس العملونه نيکمرغه ښکاري.
په افغانستان کې تر هر څه وړاندې په علم سمبالولو ته اړتيا ښکاري اوس هر افغان درک کړې چې يوازنۍ لاره ورته تعليم پاتي ده ترڅو په اولادونو يې وکړي.

د ۱۳۹۸ لمريز کال د وري مياشتې دريمه نېټه د پلازمینې په ګډون د هېواد په سرد سيرو و
لايتونو کې ښوونځي پيل شول.

افغان ولسمشر هم ددې ورځې مناسبت ويلي چې چاته به اجازه ورنکړي چې ښوونکو او زده کوونکو ته ستونزې جوړي کړي.

تيره ورځ پوهنې وزارت اعلان وکړ چې سږکال به يو ميليون ماشومان ښوونځيو ته جذب شي.

د پوهنې برخه کې د طالبانو منځلاري توب يوه لويه لاسته راوړنه ګڼل کيږي او په دې سره به د هېواد په نا امنه سيمو کې زيات شمېر تړلي ښوونځي پرانيستل شي.