fbpx

اتمر: د موقت حکومت رامنځته کول زموږ له لومړیتوبونو څخه دی

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر ویلي د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ملي یووالي حکومت مشروعیت نه لري.

ښاغلي اتمر ویلي د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د سرپرست یا موقت حکومت رامنځته کول د هغې د ټاکنیز (سولې او اعتدال) ټیم له لومړیتوبونو څخه دي.

هغه چې نن (دوشنبه وري ٥مه) په بلخ کې د مارشال فهیم د کلنۍ یاد غونډې د مراسمو پر مهال خبرې کولې زیاته کړه: ورو ورو زموږ ملت دې هوکړې ته رسیږي چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ملي یووالي حکومت هېڅ مشروعیت نه لري، موږ هېڅ کله د قانون نه لېرې او د قانون خلاف عمل کول نه غواړو ، موږ د قدرت ترلاسه کول نه غواړو، خو ولې داسې حکومت غواړو چې د سولې او ټاکنو لپاره په صداقت کار وکړي، د اساسي قانون د احکامو پر مطابق د سرپرست یا موقت حکومت رامنځته کول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي تر څو ملت ته ډاډ ورکړو چې سوله او ټاکنې حتمي راتلونکي دي.“

د اساسي قانون پر اساس د ولسمشر دنده د جوزا له لومړۍ نېټې سره پای ته رسیږي ، د افغانستان د اساسي قانون پر اساس د ولسمشرۍ ټاکنې باید ٣٠ یا ٦٠ ورځې مخکې د ولسمشر د کار له پای ته رسېدو څخه  ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه ولسمشریزې ټاکنې د ١٣٩٨ کال دژوري د میاشتې پر ٣١مه نېټه ترسره شي، خو اوس ولسمشریزې ټاکنې نورې هم وځنډول شوې او ټاکل شوې چې ولسمشریزې ټاکنې به د روان کال د تلې د میاشتې پر ٦مه نېټه ترسره شي.