fbpx

حامد کرزي د شهید بارکزي اولادونه وستایل

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن په کابل کې  د شهید عبیدالله بارکزي کور ته ورغلی او د هغه کورنۍ او دوستانو ته یې د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

پخواني جمهور رئیس د دې ترڅنګ چې د ارواښاد بارکزي له وطنپالنې، مېړانې، شهامت او د اولادو له ښې پالنې یادونه وکړه، د هغه بچیان یې وستایل او ورته یې لارښونه وکړه چې د علم او پوهې زده کړې ته لا ‌‌‌‌‌‌ډیره پاملرنه وکړي او د خپل پلار په شان هېواد او خلکو ته د خدمت جوګه شي.

دوه ورځې  وړاندې د کندهار ښار د شپږمې امنیتی حوزې اړوند سیمه کې ولایتی شورا ودانۍ ته په یو کیلومیټر ساحه کې په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي باندې نامعلومو وسله والو برید وکړ چې په پایله کې په شهادت ورسېد

د شهید عبیدالله بارکزی جنازه تېره ورځ د ملي شورا په انګړ کې د ځانګړو مراسمو سره چې د کورنیو د غړو سربېره  یو شمېر چارواکو او د ملي شورا غړو په ‎کې ګډون درلود، خاورو ته وسپارل شو.

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم د د شهید عبیدالله بارکزي د جنازې درناوی ته ورغلی و غني په محمد داوودخان روغتون کې د شهید بارکزي اروا ته د دعا پرمهال د لوی کندهار ولسونو، ملي شورا او ټولو افغانانو ته د عبیدالله بارکزي د شهادت له امله تسلیت ویلی و غني په دې مراسمو کې ویلی و چې ښاغلی عبیدالله بارکزی یو غښتلی پر وطن مئین  انسان و.

د معلوماتو له مخې شهید بارکزی سوله دوست، هېواد پال او خیرخواه انسان و، چې په ټول قوت یې په هېواد کې د سولې د ټینګښت ملاتړ کوه د همدې له امله د ولسمشر سربېره ډیری نورو چارواکو او عام ولس پرې هم خواشیني ښودلې ده

بلخوا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر هم ویلی و  دبارکزي مرګونی ترهګریز برید په کلکو ټکو سره غندم او عاملانو ته یې د سختې سزاغوښتونکی یم.  او له حکومت څخه جدي غوښتنه کوم، چې د پیښې دقیقه پلټنه وکړي او د هېواد د ملي شخصیتونو د امنیت د ټینګښت له پاره قوي تدابیر و نیسي.