fbpx

محکمه: پرویزمشرف به د خپلو تورونو په هکله حتمي ځواب وايي

 

د پاکستان سترې محکمې ویلي کچیري  پرویز مشرف له وطن سره غداري کړې وي په حتمي ډول سره به محکمه کیږي او سزا به ویني پر دې پاکستاني مشر باندې د نواز شریف د صدارت په موده کې دوسیه ثبت شوې.

پاکستاني قاضي القضات اصف کهوسه ویلي د مشر ف پر ضد دوسیه ثبت شوې او هغه به ضرور محاکمه کیږي او سزا به ویني

آصف کهوسه وايي، د پرویز مشرف پر ضد دوسیه ثبت شوې ده او هغه به ارو مرو محاکمه کېږي. ددغه پخواني دیکتاتور ولسمشر پر ضد د نواز شریف د واکمنۍ پر مهال دوسیه ثبت شوې وه.

او پرویز مشرف تراوسه  له پاکستان څخه  په تېښته دی.

مشرف دمګړی په دوبۍ کې دی او وایي ځکه محاکمې ته نه حاضرېږي چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی. خو د پاکستان سترې محکمې ویلي، چې پرویز مشرف باید محاکمه شي او ملت ته د هغو تورونو ځواب ووايي چې دی ورباندې تورن دی.

د پاکستان سترې محکمې ویلي پرویز مشرف باید محکمې ته حاضر شي او ددې هېواد ملت د هغه تورونو ځواب ووايي کوم چې د نوموړي په دوسیه کې درج شوي دي.

د پرویز مشرف روغتیا يي حالت ورځ تربلې د خرابیدو په حال کې دی څه موده وړاندېد پاکستان دغه پخوانی پوځي مشر او د وخت لومړی وزیر جنرال پرویز مشرف د ورپیښي شوې ناروغي له کبله په عاجله توګه روغتون ته وړل شوی وو.

د پرویز  مشرف اړوند ال پاکستان مسلم لیګ ګوند چارواکي ویلي وو، چې نوموړی دوبۍ ښار کې یوه سیمه ییز روغتون ته وړل شوی او هلته در ترمنلې لاندې وو.

ویل کیږی چې مشرف په یوه داسې ناروغي مبتلا شوی چې له امله يې د نوموړي عصبي سیسټم کمزروی شوی او په ښه توګه فعالیت نکوي ځکه یوځل وړاندې بریتانیا کې هم ډاکټرته تللی او تر درملنې لاندې وو.

د پا کستان دا پوځي مشر خپلې ناروغۍ ته اندېښمن ښکاري او د پاکستان له ټول ملت څخه يې  غوښتي چې دده د ښې روغتیا لپاره دوعا وکړي.