fbpx

فدریکا موګرېني: په افغانستان کې سوله په سیمه کې سوله ده

 

اغلې فدریکا وایي چې د سولې روانې هڅې د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی.

هغې وویل اروپايي اتحادیه د افغانستان په څنګ کې ده چې په هره برخه کې يې ملاتړ کوي، دې وویل لومړب باید یو اوربند رامنځ ته او وروسته دي د دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې وشي.

فدریکا وویل یو ښه هر اړخیز ټیم دي د سولې خبرو لپاره جوړ شي  ترڅو یو نړیوال تاید ترلاسه کړي او په دې پروسه کې له  راتلوونکو مخالفتونو څخه مخنیوی وشي.

نوموړې  وویل سوله باید د افغانانو  مالکیت وګرځي دا یوه ډېره اړینه او حیاتي موضوع ده او تیر ۱۸ کلنې لاس ته راوړنې چې په ستونزو لاس ته راغلې باید و ساتل شي.

د اروپايي اتحادیې دې استازي زیاته کړه، چې  د سولې دا خبرې باید د افغانستان اساسي قانون په رڼا کې ترسره شي، موږ نه غواړو چې یوازي ددې موضوعاتو کتونکي و اوسو بلکي غواړو چې له دې پروسې  څخه نظارت هم وکړو.

فدریکا موګریني دا خبرې وروسته د افغان ولسمشر سره ترکتنې یوه خبرې کنفرانس ته وکړې

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل اروپايي اتحادیه بله هیڅ اجنډا نلري بغیر له دې نه چې نړۍ کې ثبات برقرار شي

موږ د افغانستان راتلوونکی ته یو عظیم فرست ترلاسه کړی چې هغه فرست  د څلويښت کلن بهران پای ته رسیدل دي او په دې سره به هڅه او کوښښ وشي چې افغانستان کې سوله رامنځ ته شي.

د راوپايي اتحاديې څخه مننه کوم چې په راتلوونکو ټاکنو کې زموږ سره مرسته کوي او د سولې پروسه کې به ټول ولس شامل وي.

ولسمشر وویل چې سوله اوس په یوه ملي مثله بدله شوې او ددې پروسې په ترسره کولو کې به ټول افغانان برخه اخلي.

د اروپايي ټولنې دا استازې پرداسې مهال کابل ته سفر کوي چې ښايي راتلوونکي وخت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بله پروسه هم پیل شي.