fbpx

په ایران کې سیلابونو ١٨ تنه وژلي

د ایران د رسنیو د راپورونو پر حواله، نن سې شنبه(وري ٦مه) په ایران کې د سختو سېلابونو له امله ١٨و تنو ژوند بایللی او نږدې ١٠٠ تنه ټپیان شوي دي.

د څوو اوونیو را په دې خوا د ایران په لویدیځې او جنوب لویدیځې برخې د سختو بارانونو او سېلابونو شاهده ده چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په دې وروستیو ورځو کې د ایران ګلستان ولایت د سختو بارانو او سېلابونو شاهد دی، ویل کیږي د بارانونو او سېلابونو  همداسې دوام د دې هېواد نور لس ولایتونه هم د سختو سېلابونو له خطر سره مخ کړي دي.

د ایران دولتي رسنیو ویلي د سیندونو او بندونو تر څنګ نژدې سیمې یې د باران د اوبو د زیاتېدو له امله خالي کړي دي.

د ایران رسنیو د دوشنبې پر ورځ خبر ورکړی وو، چې د ایران ولسمشر حسن روحاني فارس خلیج قشم جزیرې ته د نوي کال د رخصتیو د تېرولو لپاره تللی وو، چې له دې پېښو څخه وروسته بېرته تهران ته راوګرځېد.

د ایران رهبر آیت الله خامنه ای د ایران له پولیسو غوښتي چې د دې هېواد شمال ته د سېلاب ځپلو خلکو سره دې مرستې وکړي.

د فارس ولایت والي د ایران له دولتي رسنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي، سېلابونه یې مهار کړي، ژغورنې او مرستندویې ډلې سېلاب ځپلو سیمو ته درسیدلي دي.

Loading...