fbpx

اتمر: عمران خان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي

د ملی امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د موقت حکومت جوړيدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر له دې وړاندې  که څه هم د جوزا له لومړۍ يو وار بيا د سرپرست حکومت په جوړيدو ټينګار کړی خو د عمران خان په وروستیو څرګندونو یې غبرګون ښودلی دی د دې ټاکنیز ټیم له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عمران خان دا څرګندونې د نړیوالو ډیپلوماټیکو اصولو خلاف دي او پرته له دې چې د خلکو غبرګونونه راوپاروي نور هيڅ ګټه نه لري.

سرچینه کاږې دا ډول بې مسوولیته څرګندونې د دواړو هېوادونو  اړیکو ته سخته ضربه رسولی شي. خبرپاڼه وړاندې وایې، د سولې او اعتدال ټیم د هغه دا څرګندونې په کلکو ټکو غندي او تاکید کوي چې دا مسایل په افغانانو پورې اړه لري او دوی به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

بلخوا راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړي مرسیتال امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي د اتمر د ټیم او عمران خان غوښتنې یوشان دی دوی د اساسي قانونو  لغوه کیدل او د لنډ مهاله دولت جوړیدل غواړي.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان هم د عمران خان د څرګندولو په تړاو ویلي  چاته به اجازه ورنکړي چې یوځل بیا افغانستان د جګړې په مرکز بدل کړي.

ښایې د عمران خان دا څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو ډېرې  منفي اغېرې ولري .