fbpx

د کندوز د پوهنې ریاست: د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي

د نوي ښوونیز کال د پیلېدو سره سم د کندوز د پوهنې ریاست وایي د دې ولایت د ټولو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي.

  د کندوز د پوهنې رییس نجیب الرحمان ثاقب ویلي:

 د مسلکي ښوونکو په شمېر کې به هم زیاتوالی راغلی. نوي ښوونیز کال د کیفیت د ښه کېدو لپاره مو لومړیتوب ورکړی او د پوهنې په برخه کې ټولې شته ستونزې به د نورو ادارو څخه په مرستې حل کړو.

په کندوز کې داسې مهال نوی ښوونیز کال پیلیږي چې لا هم د دغه ولایت په زیات شمېر سیمو کې ښوونځي د وسلوالو طالبانو تر لاس لاندې دي او هغوی په کې خپل درسي نصاب مخ ته وړي او انجونو ته له شپږم ټولګي پورته د نورو زده کړو اجازه هم نه ورکوي.

بل پلو په کندوز کې زده کوونکي او د زدهېکوونکو کورنۍ د نوي ښوونیز کال له پیلیدو خوښ دی او هیله ښیي چې نوی ښوونیز کال په سوله اییزه او ارامه فضاء کې تېر کړي.

دغه زده کوونکې په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو غواړي چې د جګړو پر مهال دې د دوی پر ښوونځیو بریدونه نه کوي او ښکېلو غاړو غواړي چې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

Loading...