fbpx

کندهار کې پر نشه روږدي خپله مور وژلې

د کندهار پولیسو خبر ورکړی چې په نشه یي توکو یوه روږدي کس خپلې مور سره تر لفظي شخړې هغه سخته وهلې چې تر وهلو وروسته وژل شوې ده.

پر نشه یي توکو دغه روږدی د پولیسو له لوري نیول شوی او ویل کیږي چې له ډېرې مودې را په دې خوا د هیرویینو پر نشته اخته دی.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز دې پېښې په تړاو ویلي:

 دغه نیول شوي روږدي کس خپلې مور سره تر لفظي شخړې وروسته خپله مور د تعمیراتو پر خښته پر سر ویشتلې چې مور یې ځای پر ځای وژل شوې ده.

د نوموړي پر خبره یاد روږدي له خپلې مور د نشه یي توکو د اخیستلو لپاه پیسې غوښتې وې، خو هغې یې له ورکولو انکار کړی وو.

د خلکو په مرسته تورن کس نیول شوی او پولیسو پېښه تر څېړنې لاندې نیولې.

په کندهار ښار کې د نا امنیو سر بېره غلا، قتل، اختطاف، جنایي جرمونو او پر نشه یي توکو د ځوانانو روږدېدل د بې کارۍ له امله دي.

په هېواد کې د بېکارۍ زیاتېدو له امله پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی چې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له امله کورنۍ او ټولنه له تاوتریخوالي سره مخ کوي.

Loading...