fbpx

پاکستان د عمران خان پر خبرو پښېمانه شو

نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان په تړاو د لومړي وزیر عمران خان روستۍ
خبرې ناسمې تعبیر شوي دوی وایې رسنیو دا خبرې په روغ لاس ناسم پلو ته بېولي دي.

تېره ورځ عمران خان د دوهم ځل لپاره په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړولو وړاندیز وکړ عمران خان په خپل دفتر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي و، چې په افغانستان کې د یوه موقت او بې طرفه حکومت جوړېدل د سولې په راتګ کې مرسته کولی شي.

د ټولنیزو شبکو کارکوونکو سربېره افغان سیاسیونو هم د عمران خان دا څرګندوي د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه او غیرې مسوولانه چلند بللی د عمران خان دې بې  شرمانه غوښتنې په وړاندې افغانانو سخت غبرګون وښود  تېره ورځ ولس په یوه خوله د عمران خان دا څرګندونې وغندلې او دا
یې یو کرغیړن عمل وباله.

عمران خان او پاکستاني چارواکي هم په دې ډول څرګندونو پښېمانه شوي و نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې دا هم راغلي چې دغه هېواد افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سیاسي پروسې پرته کومه بله ګټه نه لټوي.

بلخوا تېره ورځ افغان حکومت د عمران خان له دې څرګندونو وروسته په اسلام اباد کې خپل سفیر شکرالله عاطف مشعل هم کابل ته راوغوښت او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستاني سفیر مرستیال  هم احضار کړی و.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ مشرانو محسن داوړ او علي وزیر هم د عمران د خبرو مخالفت کړی محسن داوړ په خپل يو ټويټ کې ليکلي، چې په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د عمران خان خبرې د ډيپلوماتيکو اصولو خلاف کار دیدا د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.

همداراز علي وزير هم په خپل یو ټويټ کې ليکلي، د عمران خان د هغه خبرو غندنه کوم او وایې چې د ډيپلوماتيکو اصولو کې دا تر ټولو بدرنګه بېلګه ده، چې پاکستان يې د افغانستان د حکومت په اړه کوي .