fbpx

عمران خان: د پاکستان اوسنۍ کرېکټ ملي لوبډله سمه نه ده

د پاکستاني حکومت لومړی وزیر او د پاکستانۍ کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر عمران خان وایې پاکستانۍ لوبډلې د (۲۰۱۹) کال نړیوال جام لپاره په سمه توګه تیاری نه دی نیولی او نا خوښ
 یم ترې  .

عمران خان د پاکستان کرکټ بورډ له مشر احسان ماني سره په یوې لیدنه کې د لوبډلې د تیاریو څخه شکایت وکړ دی وایې اوسنۍ لوبډله سمه نه ده باید نړیوال جام ته ښه پیاوړې لوبډله وټاکل شي تر څو ښې سیالۍ ترسره کړي.

 پاکستانۍ لوبډله اوس مهال په خپل کوربه توب په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې د اسټرالیا سره په سیالیو بوخته ده چې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په  لړۍ کې ترې اسټرالیا لوبډلې لومړنۍ درې سیالۍ و ګټلې پاکستان له دې وړاندې له افریقا لوبډلې هم پرله پسې ماتې وخوړې نو له همدې ماتو وروسته عمران خان په پاکستانۍ لوبډلۍ غږ وکړ چې تیاریانې دې ونیسي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هند له ویرې په خپل کرکټ بورډ غږ کړی  چې په سمه توګه دې تمرینات وکړي د هند او پاکستان اړیکی په یو سخت پړاوکې قرار لري هند د کرکټ نړیوالې شورا غوښتي و چې پاکستانۍ لوبډله دې له نړیوال جام بهر کړي د همدې چـلېنج له امله عمران خان ورخطا دی .

 پاکستان چې په لومړي ځل يې د عمران خان په مشرۍ کې په ۱۹۹۲ ميلادي کال کې د نړيوال جام اتلوالي ګټلې له هغې وروسته داسې لوبډلمشر نه دی توانېدلی چې پاکستان بیا ځلي هم بریالی کړي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان په سلیکشن کميټه لخوا هغه مهال د خلکو لخوا انتقادونه وشول چې د اسټراليا خلاف په روان سيريز کې يې شپږو مهمو لوبغاړو ته استراحت ورکړ.