fbpx

ولې د غني حکومت د ښکنځلو کلتور ته وده ورکوي؟

د افغان ولسمشر اشرف غني تېره نږدې پنځه کلنه دوره د دې هېواد د تاريخي واکمنو په دورو کې شمېرل کېږي. ولسمشر غني د خپلې تېرې پنځه کلنې دورې په اوږدو کې د جګړه ځپلي افغانستان لپاره ځينې ډېر بنيادي او تاريخي کارونه وکړل، چې تر بل هر تېر شوي ولسمشر يې ښايي اوږدمهاله ګټه ډېره وي، خو د غني پنځه کلنې دورې ځينې داسې رواجونه تر شا پرېښودل، چې هغه هم په افغانستان کې بې ساري او تر دا مهاله نه و ليدل شوي.

ولسمشر غني په خپل ټول توان په هېواد کې د شته ټوپک سالارو په خلاف د خپل واک او ځواک نه ګټه پورته کړه. ډېرى ځواکمن ټوپک سالاران يې د ولس پر وړاندې رسوا او په کورونو کېنول. همدا راز ولسمشر غني د يوه غني افغانستان په تکل پر ځينو اقتصادي پروژو باندې هم بنيادي کارونه وکړل، چې ځينې يې بريالي او ځينې يې له خنډونو سره مخ او ځينې نور يې تر کمپايني ژمنو پورې محدوده پاتې شول، خو له دېرش سلنې څخه تر څلوېښت سلنې پورې اقتصادي کړنې يې د دې هېواد لپاره غني ګڼل کېږي.

خو د ولسمشر غني يوه تر ټولو لويه نيمګړتيا دا بلل کېږي، چې ټيم نه شي جوړولى او په بيا بيا ورته جوړ شوي ټيمونه نه شي ساتلى، ښاغلى غني په دې باندې مشهور دى، چې تند، تريخ او د خپلو مامورينو خلاف د ښکنځلو ډکه ژبه کاروي. دې ټکي ته په کتو سره د افغانستان سياست په لويه کې له ښکنځلو، سپکولو، ترټولو او ربړونو سره ژور تړاو لري. همدا علت دى چې د ولسمشر غني پر اداره د هرې نيوکې ځواب د غني Paid کسان د دليل او منطق پر ځاى په ښکنځلو، سپکولو، ترټولو او ربړولو ورکوي.

د ولسمشر غني پر حکومت د ولس له بوديجې څلورو فېسبوکي ټيمونو ته يوازې د دې لپاره سلګونه ډالر معاش ورکوي، چې د ولسمشر غني دفاع په ښکنځلو وکړي. په تېرو نږدې پنځه کلونو کې يو ځل هم د غني د حکومت له لوري يو ښکنځلمار ته هم سزا يا جزا نه ده ورکړل شوې.

پر ځاى د دې چې د ولسمشر غني پر اداره يا په خپله په ده يو څوک نيوکه وکړي، نو چې دوى ورته په دليل او منطق ځواب ورکړي، د ښاغلي غني پلويان نيوکه کوونکى کس ښکنځي، د هغه کورنۍ ته ښکنځاوې کوي او په يو او بل تور يې تورنوي، چې له دې لامله د سياسي رقابت په شخصي رقابت او سپکاوي بدلېږي او سالم سياست له منځه ځي.

د ښاغلي غني په څلورو فېسبوکي ټيمونو کې يې زياتره ځوانان دي، چې هر يو يې پنځه او لس فېسبوکي اکاونټونه لري او د هر هغه کس پر ضد فعاليت کوي، چې هغه پر اداره کې په شته نيمګړتياو نيوکې کوي، ډېرى هغه خلک چې هڅه به يې دا وه چې سالمه نيوکه وکړي، تر څو اصلاح راشي، خو د ښاغلي غني فېسبوکي ټيمونو هغه کسان دومره وښکنځل، په چې هغوى هم له ولسمشر غني سره عقده واخيسته او اوس د هغوى سخت کره کتونکي دي.

د افغانستان په سياست کې دغه ښکنځلمار سياست ته ښاغلي غني وده وکړه، ځکه د هغه خلکو د مخنيوي هڅه يې ونکړه، چې د ده په پلوۍ نورو خلکو ته ښکنځاوې کوي، اوس نو نه يوازې د ښاغلي غني د څلورو ټيمونو Paid کسان خلکو ته ښکنځاوې کوي، بلکې خبره تر دې پورې رارسېدلې ده، چې اوس د ښاغلي غني نور پلويان هم په ښکنځاوو اموخته شوي دي او هغوى هم د دوى په بدرګه، نورو خلکو ته ښکنځاوې کوي.

که چېرته په سياست کې دا د ښکنځلمارو پلويانو مخه ونه نيول شوه، نو دا به ډېر بد عواقب ولري، د ښاغلي غني د پلويانو د زياتېدا پر ځاى به يې پلويان ورځ تر بلې راکم شي او يوازې هغه خلک به ورته پاتې شي، چې د پېسو لپاره د غني کره کتونکو ته ښکنځاوې کوي.

ليکواله : زرغونه فريال