fbpx

هند او امریکا: پر ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره پر پاکستان فشار اړین دی

هند او امریکا وایي، پاکستان باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي، رښتنې او هدفمنده مبارزه وکړي. د هند او امریکا ګډې کاري ډلې تېره ورځ پرېکړه کړې چې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره پر پاکستان فشار اړین دی.

دغه کاري ډلې په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان تر دې دمه د ترهګرو ډلو پر وړاندې رښتینې مبارزه نه ده کړې نو ځکه اړتیا لیدل کېږي چې دغه هېواد په سیمه کې د شته نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې هدفمنده، جدي او رښتینې مبارزه وکړي.

 هندي چارواکو ویلي پاکستان په سیمه کې د نا امنۍ سبب دی او په دغه هېواد کې شته ترهګرې ډلې د پاکستاني استخباراتو له ملاتړه برخمنې دي.
 دوی پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې نور دې د ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي او له نړیوالو سره دې رښتیني شي.

پر پاکستان هغه وخت د ترهګریزو ډلو د ملاتړ  تورونه ډېر شو کله چې جیش محمد وسله والې ډلې د هند په کشمیر کې په هندي ځواکونو برید وکړ او په پایله کې تر ۴۶ هندي ځواکونه ووژل شول.

د معلوماتو له مخې پاکستان تل په خپله خاوره کې ترهګریزو ډلو ته ځای ورکړی او همدارنګه په خپله خاوره کې  د وسله والو ډلو ملاتړي هم دي دوی په ګاونډي هېوادونو افغانستان ، هند او ایران کې د دې وسله والو پر مټ ترهګریز بریدونه کوي.

 په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په یوه بې مخینې اقدام کې داسې پرېکړه لیک تصویب کړی، چې له مخې به یې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه محاکمه او مجازات کېږي ممکن پاکستان هم د ترهګرو ملاتړي هېواد په توګه محاکمه شي.