fbpx

لر او بر ولس پر کرغېړنه کرښه لګېدلی ازغن تار راغونډ کړ

 نن له سهار راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله تېر شوی ازغن تار د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې اوسېدونکو  په زور ټول کړی او لاهم دا لړۍ روانه ده یوه ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ډلې ډلې پښتانه د پاکستان پر ضد شعارونه ورکوي او ازغن تار پر تېګو ولي او له منځه یې وړي.

 د دغې سيمې اوسيدونکي وايي پر فرضي کرښه ازغن سيم د پاکستاني مليشو لخوا  په زور غزول شوی دی چې دواړه لوریو پښتنو  ته د منلو وړ نه ده  او دوی به يې په خپل زور نور خپلو سيمو کې ورټول کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علی وزیر څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ  پکتیکا ولایت ته نږدې په سرحدي سیمه کې له افعانانو سره په یوې غونډه کې ویلی و چې د پاکستان له لورې پر یوله ازغن تار ورته د منلو وړ نه دی او باید بېرته  ټول کړی شي.

علي وزیر ویلی و د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله ازغن تار دواړو خواو پښتنو ته د منلو وړ نه ده هغه وایې ازغن تار دواړه لورې پښتانه هېڅ کله نه شي بېلولی هغه له پاکستانه غوښتې و چې په نږدې دریو میاشتو کې دې دا  ازغن تار ټول کړي خو پاکستانی حکومت لاهو چوپه خوله ناست دی علي وزیر وړاندې ویلی و چې  حکومت دې د  دواړو لوریو د تګ راتګ لپاره نور اسانه سهولتونه رامنتځه کړي .

علی وزیر چې د منظور پښتین او محسن داوړ ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی شمېرل کېږي پر پاکستان کې د مېشتو پښتنو د ستونزو د حل په موخه د یوې مبارزې په توګه راوتلی دي چې لاهم د پاکستاني ریاست پر ضد
 دوی اقدامات ترسره کوي.
 
د یادولو وړ ده څه موده وړاندې په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لويه جلسه وه، په ياده جلسه کې علي وزیر ګډونوالو ته په خپله وينا کې وويل، چې له ټول پاکستانه د پښتنو د وينو بوى راځي. هغه وويل چې د پښتنو خاوره له کلونو راهيسې نا امنه ده او دلته د امن ضرورت دى.